1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د هولوکاسټ د یادون نړیواله ورځ په څه معنی؟

۱۴۰۲ بهمن ۷, شنبه

د جنورۍ ۲۷ د هولوکاسټ د خبرداري او د قربانیانو د یادون نړیواله ورځ ده. په المان کې له ۱۹۹۶م کال راهیسې په همدې نیټه د هولوکاسټ د قربانیانو یادون تازه کیږي، خو په اسرائیلو کې بیا دغه ورځ توپیر کوي.

https://p.dw.com/p/4bkBn
Deutschland I Fotos der Opfer des Konzentrationslagers Auschwitz-Birkenau
انځور: Andrea Grunau/DW

د توکمپالنې او کرکې او توکمپالنې پر ضد د ملګرو ملتونو خبرداری

د ۲۰۰۵م کال په نومبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې «د ۶۰/۷ پریکړه لیک» په اساس د جنورۍ ۲۷ نیټه د هولوکاسټ د قربانیانو د یادون نړیواله ورځ بلل شوې. په دغه پریکړه لیک کې ویل شوي «هولوکاسټ چې په هغې کې یو پر دریمه برخه یهودان او همدارنګه د نورو لږکیو د کورنیو بې شمیره غړي ووژل شول، به په ټولو وختونو کې د ټولو خلکو له پاره د کرکې، نه زغملو، توکمپالنې او تعصب د خطرونو په هکله یو خبرداری وي.»

المان او نورو هیوادونو لادمخه د یادون د دې ورځې لمانځنه پیل کړې وه. د ۲۰۰۶م کال د جنورۍ په ۲۷ نیټه د هولوکاسټ د یادون په لومړۍ نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د هغه وخت سرمنشي کوفي عنان وویل: «د هولوکاسټ نادره یا بې سارې تراژیدي نه شي ردیدلی. د هغې یادون باید له شرم او وحشت سره ژوندی وساتل شي، تر څو پورې چې د بشریت خاطرې ژوندي دي.»

ولې د جنورۍ ۲۷ نیټه؟

د ۱۹۴م کال د جنورۍ په ۲۷ نیټه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د آشویتس- بیرکناو په نوم د الماني نازیانو د اجباري کار او وژنې کمپ آزاد کړ. عسکرو هلته یوازې لږ شمیر ژوندي پاتې شوي کسان، د ګاز ورکولو دستګاوې، مړي او د مړو ایرې وموندلې.

Polen Auschwitz-Gedenkreise
یوازې په آشویتس- بیرکناو کې شا او خوا ۱،۱ میلیون یهودان وژل شوي ووانځور: DW/A. Grunau

یوازې په آشویتس- بیرکناو کې شا او خوا ۱،۱ میلیون یهودان وژل شوي وو. اکثریت د دوی، یعنې شا او خوا ۹۰ سلنه یې یهودان ول او دغه کمپ یا مرکز یعنې آشویتس په اروپا کې د نازیانو له خوا د ډله ایزې وژنې له ډیرو مرکزونو څخه یوازې یو یې وو.

په ۱۹۴۵م کال کې د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې تر ۶ میلیونو ډیر یهودان، سلګونو زره د سنټي او روما قبیلو خلک، معلولین، سیاسي مخالفان، همجنسبازان، اجباري کارګر، جنګي بندیان او ډیر شمیر نور خلک ووژل شول. دغه کسان د نازیانو د ترور په پایله کې وژل شوي ول.

د جنورۍ ۲۷ د ملګرو ملتونو سازمان ټولو غړو هیوادونو ته یو ماموریت دی چې د تعقیب شوو او وژل شوو ښځو، سړو او ماشومانو یادون تازه کړي. د ملګرو ملتونو سازمان ۶۰/۷ پریکړه لیک، له هولوکاسټ څخه د انکار کولو هر ډول ردوي.

نوموړی سازمان د هولوکاسټ د یادون پروګرامونو ته د پراختیا ورکولو ملاتړ کوي او غواړي چې په راتلونکي کې د نسل وژنو مخنیوي وکړي.

خو په اسرائیل کې د قربانیانو د یادون دغه ورځ د جنورۍ په ۲۷ نه، بلکې اکثره په اپریل میاشت کې وي. د ټول هیواد په کچه د دوو دقیقو له پاره د خطر زنګ غږول کیږي، بسونه، موټرې او هر څوک پخپل ځای کې ودریږي او د دوو دقیقو له پاره د قربانیانو په احترام چپ پاتې کیږي.

Andrea Grunau / ش.ن/ خ، ح

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب