1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين پولیسو د محمود عباس د څرګندونو په اړه څېړنې پيل کړي

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

په برلین کې د پولیسو یوه کمېسیون له هولوکاسټ سره د اسرائیلو چلند د مشابه کولو په اړه د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس د څرګندونو په هکله تحقیقات پیل کړي. دا څېړنې کیدای شي د عباس پر وړاندې د اعلان جرم سبب شي.

https://p.dw.com/p/4FmYB
Berlin | PK Kanzler Olaf Scholz und Mahmoud Abbas
انځور: Wolfgang Kumm/dpa/picture alliance

په برلین کې د پولیسو یوه کمېسیون د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس د هغو څرګندونو په اړه تحقیقات پیل کړي دي چې «د اسرائیلو چلند یي له هولوکاسټ» سره ورته بللی و. په برلین کې د آلمان له صدارعظم اولاف شولڅ سره د ملاقات په جریان کې د محمود عباس د جنجالي څرګندونو په اړه د غبرګونونو لړۍ دوام لري.

د برلین د پولیسو ادارې د یوه ویاند په وینا یوه کمېسیون د محمود عباس د څرګندونو د بررسۍ مسئولیت پر غاړه اخیستی دی، څو د هغه پر وړاندې د آلمان د جزایي قوانینو د ۱۳۰ پراګراف پر اساس د (عمومي نظم د ګډوډولو Volksverhetzung) په دلیل اعلان جرم وکړي.

"د قتل عام ۵۰ موارده، د هولوکاسټ ۵۰ موارده"

محمود عباس د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په سازمان کې د یوه دایمي غړي په توګه شاملیدو په برخه کې د آلمان د ملاتړ ترلاسه کولو په خاطر برلین ته سفر کړی و.

د اولاف شولڅ او محمود عباس تر منځ لیدنې کتنې وروسته د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال یوه خبریال له محمود عباس څخه پوښتنه وکړه چې آیا په پام کې لري چې د مُنشن (مونیخ) د المپیک په جریان کې پر اسرائیلي ورزشکارانو د فلسطیني ملیشه و د خونړي برید د پنځوسمې کلیزې په درشل کې له آلمان او اسرائیلو څخه بخښنه وغواړي؟

نوموړي دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه، او د دې پرځای یي وویل: «که غواړئ تیر ته کتنه وکړو راځئ چې داسې وکړو: «له ۱۹۴۷م کال څخه تر ننه پورې اسرائیلو په فلسطیني ښارونو او کلیو کې د عام وژنې ۵۰ موارده ترسره کړي دي؛ د قتل عام ۵۰ موارده، د اسرائیلي پوځ په وسیله د فلسطینیانو پر وړاندې ۵۰ هولوکاسټونو صورت نیولی دی.»

د آلمان صدراعظم خپلې خولې وچې کړې، خو هغه ته يې ځواب ور نه کړ او بې له ځنډه مطبوعاتي کنفرانس پای ته ورسید.

وروسته شولڅ په خپل تویتر کې په انګلیسي، آلماني او عبراني ژبو کې ولیکل: «د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د ولسمشر محمود عباس د سپکاوي ډکو څرګندونو خواشینی کړم. په ځانګړي توګه موږ المانانو ته د هولوکاسټ هر ډول نسبت ورکول د زغملو او منلو وړ نه دی او زه د هولوکاسټ له جنایتونو څخه د انکار کولو هر ډول کوښښونه غندم.» 

"اعلان جرم او قضایي مصئونیت"

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د «بيلد» ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «محمود عباس د آلمان د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی او د دیپلوماتیک مصونیت څخه برخمن دی او محاکمه کولو امکان یي شتون نه لري»

د قضایي چارو کارپوه میشایل کوبیسل هم د دې پوښتنې په ځواب کې د بلډ ورځپاڼې ته وویل: «اصلي موضوع د المان د حکومت له خوا د عباس بلنه نه ده، ډير کسان د حکومت په بلنه آلمان ته راځي، خو له مصئونیت څخه برخمن نه دي. مهمه دا ده چې آیا دا شخص په آلمان کې د کوم هیواد استازی دی او که نه. اصلي پوښتنه دا ده چې آیا فلسطین یو هیواد دی؟ آلمان تر اوسه پورې فلسطین د یوه هیواد په توګه په رسمیت نه دی پيژندلی.»

د لاپيد او شولڅ تلیفوني خبرې

د پنجشنبې په ماښام د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د اسرائیل له لوموړي وزیر یائیر لاپيد، سره په تلیفوني خبرو کې د محمود عباس څرګندونې رد او وغندلې. د هغه په وینا «له لاپيد سره چې د هولوکاست د قربانیو له ورثه و څخه دی، په شخصي خبرو کې پر دې ټینګار کړی دی چې دا موضوع ورته ځانګړی اهمیت لري.»

د اسرائیلو لومړي زویر هم د دغه هیواد پر وړاندې د محمود عباس تورونه نه یوازې اخلاقي رسوایي، بلکې یو بې شرمانه درواغ وبلل. لاپید په یوه تویتري پيغام کې لیکلي دي: «د یوه نیم میلیونه ماشومانو په ګډون په هولوکاسټ کې ۶ میلیونه یهودان ووژل شول. تاریخ به هیڅکله دا ونه بخښي.»

محمود عباس پر ده د انتقادونو زیاتیدو په پام کې نیولو سره، د «وفا» په نامه فلسطیني خبري آژانس کې یوه اعلامیه خپره کړه چې هولوکاسټ یې د نوي عصر تر ټولو ستر تاریخي جنایت وباله.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز