1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال مشران او ژوندي پاتې شوي د هولوکاست يادون کوي

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

د اوشويتڅ په کمپ کې په سلهاو ژوندي پاتې شوي او د ټولې نړۍ د حکومتونو پلاوي به د وژنې د دغه کمپ د آزايدو د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت سره راټول شي. يهودي ډلې د آلمان پر حکومت د يهودانو څخه د کرکې پر وړاندې د مبارزې ټینگار کوي.

https://p.dw.com/p/3Wrup
KZ Auschwitz-Birkenau
انځور: picture-alliance/dpa

د دوشنبې په ورځ د پولند په بيرکن آو کې د هولوکاست يا د یهودانو د ټولوژنې لاگرنو څخه ژوند پاتې شوي تر ۲۰۰ ډېر کسان او د ۵۰ هېوادونو پلاوي د اوشويتڅ په اجباري کمپ کې سره راټول شي. نن، د جنورۍ ۲۷ نیټه د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له خوا د وژنې د دغه کمپ د آزاديدو ۷۵ کلیزه ده.

د آلمان رئيس جمهور فرانک والتر شتاین مایر به په برلين کې له دريو تنو ژوندي پاتې شويو سره تر هغه مخکې چې ټول په گډه په پولند کې دغه مرکز ته سفر وکړي، وويني. د يهودانو د نړيوال کانگرس مشر رونالد لاورد له ويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د «يهودانو سره د دښمنۍ پر وړاندې يوازې ويناوې بسنه نه کوي.» نوموړي انترنت د يهودانو پر ضد د کرکې د خپرولو له پاره گرم وباله او د پوليسو له خوا یې د دې جنايت پر وړاندې د لا زياتو عدلي اقداماتو د پورته کولو غږ وکړ.

هغه وويل: «موږ بايد د دې مخه ونيسو. له بده مرغه ډیری حکومتونه يوازې خبرې کوي، عمل نه کوي.»

«د هولوکاست په اړه رښتيا باید له منځه ولاړ نه شي»

د ياد غونډې کوربتوب به د پولند ولسمشر اندرې دودا وکړي خو د غونډې اصلي ويناوال به د دغه ټولوژنې څخه ژوندي پاتې شوي کسان وي.

دودا په يوه اعلاميه کې وويل: «موږ بايد د راتلونکي نړۍ ته هغه څه ته د ژور تفاهم پر اساس چې ۷۵ کاله د مخه ترسره شوي، شکل ورکړو او دا خبره به دوام پيدا کړي چې عيني شاهدان له موږ سره تړاو لري.»

هغه زياته کړه: «د هولوکاست په اړه رښتيا بايد مړه نه شي. موږ به په نړۍ کې د دې جنايت د ياد ساتلو له پاره خپلې هلې ځلې ونه دروو. څو دا ډول څه بيا رامنځته نه شي.»

Tagebuch der Sheindi Miller-Ehrenwald im DHM Berlin
د اشويتڅ اجباري لاگر انځور: Holokauszt Emlékközpont, Budapest

د ياد غونډې مراسم به د «مرگ د دروازې» په نوم مشهورې دروازې ترڅنگ ترسره شي چې قربانيان به ترې تر وژل کيدو د مخه تېریدل.

د يهودانو سره د کرکې پر وړاندې مبارزه

د ژوندو پاتو شويو کسانو په منځ کې د امريکا متحده ایالاتو، کانادا، اسرائيلو، آسترليا او يو شمير اروپایي هېوادونو استازي شامل دي. د اسرائيلو رئيس جمهور ريون ريولن به هم په دې ياد غونډه کې گډون وکړي. نوموړی تیره اونۍ په بيت القمدس کې د هولوکاست د نړيوال فورم د غونډې کوربتوب وکړ چې د آلمان رئيس جمهور فرانک والتر شتاين ماير هم پکې گډون کړی وو. د بلجيم، هسپانیې او هالند د شاهي دولتونو استازي به په دې یاد غونډه کې گډون وکړي. د شوروي اتحاد پوځونو ۷۵ کاله دمخه دغه مرکز آزاد کړی وو.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کيږي چې په اروپا او ټوله نړۍ کې د يهودانو سره د کرکې د زياتېدو په اړه انديښنې زياتي شوې دي.

په پولند کې د يهودانو يوه مذهبي مشر ميشل شودرچ وويل: «کله چې د سړي گوته التهاب اخیستی وي نو دې ته انتظار نه باسي چې ټول لاس یې پرې ککړ شي. همدا خبره د يهودانو سره پر کرکه هم صدق کوي.»

تر یو میليون زيات انسانان چې زياتره یې يهودان ول، د پولند د نازيانو د وژنې په کمپ کې تر هغه د مخه ووژل شول چې د ۱۹۴۵ م کال په جنورۍ مياشت کې دا کمپ آزاد شو.