1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تاریخ کې د آلمان او اسرائیل ګډ پوځي تمرینونه

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

د اګست ۱۷ نیټه، د آلمان او اسرائیل د مناسبانو تاریخي ورځ بلل کیږي. په دې ورځ د دواړو هیوادونو ګډ پوځي تمرینونه پیلیږي. دا په تاریخ کې لومړي ځل دی چي اسرائیلي الوتکې د آلمان په فضاء کې پرواز کوي.

https://p.dw.com/p/3h5E4
Eurofighter Kampfjet
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د ۲۰۲۰م کال د اګست میاشتې پر ۱۷ نیټه آلماني او اسرائیلي عسکر د آلمان په خاوره کې ګډ پوځي تمرینونه پیلوي. دغه ۱۱ ورځني مانورونه به د اګست پر ۲۸ نیټه د هولوکاسټ د قربانیانو د یاد په تازه کولو سره پای ته ورسیږي.

د دواړو هیوادونو د دغو ګډو پوځي مانورو هدف له «یوې جدي پيښې» سره د مقابلې له پاره تیاری ښودل شوی دی.

د دواړو هیوادونو هوایي ځواکونه هم په دې مانورو کې برخه اخلي، ځکه به نو یو شمیر اسرائیلي الوتکې د آلمان په فضاء کې پرواز وکړي.

د اسرائیلي پوځ یو سرتیري چې په آلمان کې د ناسیونال سوسیالیزم د جنایتونو د قربانیانو له ډلې څخه د یوه لمسی دی د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا د ټولو هغو کسانو له پاره یوه ټکان ورکونکې پيښه ده چې په دې تمرینونو کې ګډون لري.»

ویل کیږي چې یو شمیر اسرائیلي پیلوټان چې په دې مانورو کې ګډون لري له هولوکاست څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو لمسیان او د هغو کسانو خپلوان دي چې د داخائو، د اجباري کار له کمپ څخه ژوندي پاتې شوي دي.

د قربانیانو خاطرو ته درناوی

ټاکل شوې ده د اسرائیل او آلمان هوایي ځواکونه د یوه ګډ اقدام په ترڅ کې په ۱۹۷۲م کال کې په مونشن کې د دوبني المپیک سیالیو پر ورزشکارانو ترهګریز برید قربانیانو ته د درناوي مراسم ترسره کړي.

وروسته له هغې به د دواړو هیوادونو سرتیري د داخاو کمپ ته لاړ شي او هلته به د نازي حکومت د قربانیانو د یاد مراسم ترسره کړي.

یو اسرائیلي افسر چې په دې ګډو تمرینونو کې ګډون لري د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ فکر کوو چې په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره اړ شوي یو آلمان ته راشو او آلمانانو ته وښیو چې موږ له دوی سره همکارۍ او دوستۍ ته ډیر ارزښت ورکوو.»

په تیرو پنځو کلونو کې د دواړو هیوادونو د نظامي همکاریو کچه ډیره زیاته پراخه شوې ده. د استخباراتي معلوماتو له تبادلې نیولې بیا د دواړو هیوادونو د سرتیرو تر عملي همکاریو پورې.

د آلمان هوایي ځواکونو حتی دوه واره د اسرائیلو په خاوره کې د څو میلیتي مانورونو په چوکاټ کې ګډون کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو ګډ پوځي تمرینونه د آلمان په خاوره کې ترسره کیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز