1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ديني عالمانو د نجونو پر زدکړو بنديز باندې نيوکه کړې

۱۴۰۲ فروردین ۲۰, یکشنبه

افغان ديني عالمانو په افغانستان کې د نجونو د تعليم پر بنديز باندې نيوکې کړي دي. د طالبانو وزير بیا پر شخړيزو موضوعاتو د نظام د تګلارو څخه له سرغړوونو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4PqrB
طالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولگي وروسته تعليم وکړي
طالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولگي وروسته تعليم وکړيانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

په افغانستان کې نجونې له شپږم تولګي څخه وروسته ښوونځي ته نشي تللای. د نجونو پر تعليم په پوهنتون کې هم بنديز پر ځای پاته دی. په دغه هيواد کې ميرمنې د پارکونو  په شمول له نورو عامه ځايونو او په همدې توګه له کار کولو څخه منع دي. طالبانو تېره اونۍ مېرمنې په دغه هيواد کې د ملګرو ملتونو لپاره له کار کولو راوګرځولې. طالبانو په دې تړاو لا تر اوسه کومه اعلاميه نه ده خپره کړې.

دغه هم ولولئ: په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ته غبرګونونه

په افغانستان کې د طالبانو چارواکې و نجونو ته د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل تلپاتې بنديز نه بلکه مؤقتي اقدام بولي. خو په دغه هيواد کې د مارچ په مياشت پوهتونونه په داسي حال کې بيا پرانستل شول چې پکښې ښځينه محصلينو حضور نه درلود. 

په نړيواله توگه انتقادونه

د نجونو لپاره د تعليمي ادارو تړل کېدنې په نړيواله توګه غبرګونونه راپارولي دي او له کبله يې دغه هيواد لا زيات د منزوي کېدو په حال کې دی. دا په داسي حال کې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر خرابیدو دی او پکښې بدتره بشري بحران حاکم دی.

په افغانستان کې شهرت لرونکو دوو ديني عالمانو د شنبې په ورځ د طالبانو پر چارواکو ږغ وکړ چې د نجونو د تعليم په تړاو پر خپله فيصله تجديد نظر وکړي. په عامه محضر کې د طالبانو پر تګلاره نيوکه کول غير عادي کار دی، که څه هم چې يو شمېر طالب مشرانو په دې تړاو د فيصلې پروسه کې خپله ناخوښي څرګنده کړې.

دغه هم ولوئ: طالبانو په هرات کي انټرنیټ کیفي ګاني د «منکراتو» په سبب بندي کړې

د عبدالرحمن عابد په نوم يو ديني عالم ويلي دي چې حکومتي ادارې بايد د بيلو ټولګيو په جوړولو، د ښځينه ښوونکو په استخدام کولو، په بيلو وختونو کې د درس ويلو او آن د ځانګړو نوو ودانيو په جوړولو سره امکانات برابر کړي او اجازه ورکړې چې نجونې او مېرمنې تعليم وکړي.

عبدالرحمن عابد و اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چې اسلام و مېرمنو ته د تعليم اجازه ورکوي. هغه ويلي: «زما لور له ښوونځي غېرحاضره ده، زه ورته شرمېږم، زه خپلې لور ته جواب نه لرم.» نوموړي زياته کړې: « زما لور راڅخه پوښتنه کوي چې په يو اسلامي نظام کې ولې انجونې د زدکړو حق نه لري؟ خو زه هغې ته جواب نه لرم.»  

په افغانستان کې په زياته په صحي برخه کې د زدکړه لرونکو مېرمنو کمښت دی
په افغانستان کې په زياته په صحي برخه کې د زدکړه لرونکو مېرمنو کمښت دیانځور: Ali Khara/REUTERS

آیا د نجونو د تعلیم پر وړاندې محدودیت لغو کیږي؟

عابد د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او خبرداری يې ورکړ چې د نجونو د زدکړو هر ډول ځند به په نړيواله توګه و اسلامي ټولنې ته صدمه ورسوي او حکومت به کمزوره کړي.

يو بل ديني عالم توريالی همت چې د طالبانو غړی دی، و اسوشيېتد پرېس ته يې ويلي دي چې اړونده وزارتونه پر دې کار کوي چې د نجونو د تعليم ستونزه هواره کړي. همت ويلي دي چې د طالبانو د مشر هيبت الله اخوندازه له نژدې کړيو له خوا د انجونو د تعليم په تړاو تصميم نيول شوی دی. د اخوندزاده په هکله فکر کيږي چې په کندهار کې دی. زياته شوې چې د نجونو د تعليمي ادارو تړل کېدل په مستقيمه توګه د اخوندزاده په امر عملي شوي دي.

دغه هم ولولئ:د آلمان د استخباراتو رئيس په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري

د همت په وينا انتقاد دوه ډوله دي چې يو يې نظام له منځه وړي. د هغه په وينا د دويم قسم انتقاد رغنده او اصلاح کوونکی انتقاد دی چې مقصد يې اصلاح وي. هغه ويلي: «اسلام نر او ښځي ته د زدکړې اجازه ورکړې ده، خو پر حجاب او نصاب بايد غور وشي.» د دغه ديني عالم په وينا «پر اسلامي امارت بايد چې رغنده تنقيد وشي چې پر دغه څه غور وکړي. چېري چې تنقيد نه وي هلته د فساد امکان رامنځته کيږي. زما شخصي نظر دا دی چې نجونې بايد چې د پوهنتون تر سطحې د زدکړو اجازه ولري.«

د عالي تحصيلاتو لپاره د طالبانو وزير ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ وويل چې عالمان نبايد چې د حکومتي تګلارو پر ضد خبرې وکړي. هغه دا څرګندونې د هغه وروسته وکړې چې د عبدالصمد الغزنوي په نوم يو ديني عالم د ديني زدکړو په يوه اداره کې زده کوونکو ته وويل چې د نجونو د تعليم په هکله هيڅ اختلاف نشته دی. هغه وويل چې په دې تړاو اسلامي متون بالکل ښکاره او روښانه دي چې د نجونو تعليم د منلو وړ دی. الغزنوي پر دغه موضوع و خبري آژانس ته د نورو معلوماتو وړاندي کولو لپاره حاضر نه وو.  

ملا ندا محمد نديم، د لوړو زدکړو لپاره د طالبانو چارسنبالی وزير
ملا ندا محمد نديم، د لوړو زدکړو لپاره د طالبانو چارسنبالی وزيرانځور: JAMES EDGAR/AFP/Getty Images

«بغاوت ته رابلل»

په خواله رسنيو کې د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر ندا محمد ندیم يوه ويډيو خپره شوې ده چې پکښي هغه وينا کوي او د «يو دروند عالم» په نوم کس مخاطب کوي. اټکل کيږي چې په دې کې يې مقصد له الغزنوي څخه دی. نادم ويلي دي چې دغه کس ګواکې د امير سره و مخالفت ته خلک هڅولي دي. په وينا يې «که څوک خلک و بغاوت ته وهڅوی نو ايا دا به د نظام د ټينګښت او که د کمزوره کېدو لامل شي.«

ندیم پر دغه موضوع و خبري آژانس ته د تبصره کولو لپاره لا هم څه نه دي ویلي خو د ښاغلي ندیم وياند حافظ ضيا الله هاشمي د ندیم څرګندونې تائيد کړي دي خو دا يې نه دي ويلي چې د هغه اصلي مخاطب څوک و.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

آیا سږ کال به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي؟