1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د جرمني د داخلي استخباراتو رئیس په افغانستان کي د داعش ترهگري ډلي د خراسان څانگي د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی یې دي چي دا کار په آلمان کي گواښونه زیاتوي.

https://p.dw.com/p/4Pmb7
Schild Verfassungsschutz
انځور: picture-alliance/Geisler/C. Hardt

د آلمان له اساسي قانون څخه د ساتنی د ادارې (داخلي استخباراتو) رئیس، توماس هالدن ونگ د آلمان خبري آژانس ته وویل: «په افغانستان کي د دغي ډلي تقویه کیدل په جرمني کي ترگواښ لاندي وضعیت لا پسي خرابوي.»

که څه هم داسي ښکاري چي داعش ډلې په سوریې او عراق کي په پراخه کچه ماته خوړلې، خو بیا هم دغه ډله په بشپړه توگه له منځه نه ده تللې او د هغې څانگي په ټوله نړۍ کي فعالیت لري.

طالبان: امريکايي چارواکي د داعشيانو شمېر کې مبالغه کوي

هالدن ونگ وویل چي د داعش خراسان څانگه د دغي ډلي د نورو څانگو په منځ کي د لا راڅرگندیدو په حال کي ده. هغه وویل :په افغانستان کي دغه څانگه له طالبانو سره په وسله واله جگړه بوخته ده، خو «پام یې اروپا ته دی».

هالدن ونگ څرگنده کړه چي د داعش د خراسان څانگه په دغه ترهگري شبکه کي د خپلي رهبرۍ د ادعا د رابرسیره کولو په هدف، په لویدیځ کي د «کفارو» پر وړاندي د برید په لټه کي ده.

Deutschland Verfassungsschutz-Präsident Thomas Haldenwang
د آلمان له اساسي قانون څخه د ساتنی د ادارې (داخلي استخباراتو) رئیس، توماس هالدن ونگ انځور: Christoph Soeder/dpa/picture-alliance

هالدن اونگ وویل، په جرمني کي امنیتي چارواکي دې ته پام کوي او هغو لوړو گواښونو ته په پام کي نیولو سره چي د ترهگرو له لوري آلمان ته متوجه دي، «ټولي احتمالي سناریوگاني» په پام کي لري.

په افغانستان کي له داعش سره په جرمني کي د دوو تورنو کسانو اړیکه

په هامبورگ کي په یوه محکمه کي د دوو نوو ځوانانو په وړاندي د حقوقي بهیر ارزونی، په آلمان کي د داعش د خراسان ولایت د څانگي د نفوذ په پیژندلو کي مرسته کړې ده. دغه تورن کسان، یو یې آلمانی-کوزوویی ۱۶ کلن تنکی ځوان او بل یې له روسیې څخه ۱۸ کلن ځوان تبعه دی. دغه په خټه روسی کس په کوچنیوالي کي له خپلي کورنۍ سره آلمان ته راغلی وو. 

کشر کس په دې تورن دی چی د یوه چاودیدونکي برید د آماده کولو په حال کي وو، خو وروسته یې خپل تصمیم ته تغییر ورکړ او پر پولیسو یې د چړې برید پلان کړ.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

مشر کس بیا د دغه برید په طراحي کولو تورن دی. هغه همدارنگه د داعش د خراسان څانګي له یوه غړي سره، د کشر کس د اړیکو په ټینگولو تورن دی او دا چي هڅه یې کړې تر څو د نوموړي کس له پاره چاقو آماده کړي.

دواړه ځوانان تر محکمې مخکي توقیف کي دي. هغوی په یوه ترهگري سازمان کي په غړیتوب او له هغه څخه په ملاتړ تورن دي.

GP/NZ/AG