1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ته غبرګونونه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعه

د طالبانو دې پریکړې ته د اسلامي همکاریو سازمان هم کلک غبرګون ښودلی. په دې اړه جدي اندېښنه څه ده؟

https://p.dw.com/p/4PoeN
افغانستان کابل| طالب جنګیالي
افغانستان کابل| طالب جنګیاليانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) یوې اعلامیې د دغه سازمان د سرمنشي له قوله د طالبانو دا پریکړه غندلې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي: «د دې خواشینونکې اعلان په لړ کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي خپله ژوره اندېښنه ښيي.»

ویناپاڼه زیاتوي چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو د کار بندیز نه یواځې افغان میرمنو ته ناوړې پایلې لري، بلکه د ټول هيواد په کچه د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستو بهیر هم اغیزمنوي.

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو پر ادارې غږ کړی دی چې د نه منلو دا پریکړه دې بیرته واخلي او ټولو افغانانو (ښځینه او نارینه وو) ته اجازه ورکړی چې د هېواد په ابادی کې برخه واخلي.

هاخوا د افغانستان له پاره د آلمان سفارت هم د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز له امله غبرګون ښودلی.

دغه سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي: »آلمان په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه غندي. دا پریکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. ښځې د بشري مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي. موږ د نړیوالو شریکانو سره کار کوو ترڅو په دې برخه کې راتلونکي ګامونه پورته کړو.»

په کانکور کې د ښځو پر ګډون بندیز؛ پر ښځو او ښوونیز سیستم به یې اغېزې څه وي؟

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږ کونکي ډاکټر رامیز الکبروف د طالبانو دې پریکړې ته په خپل غبرګون کې ویلي دي چې پر ښځېنه کارکوونکو بندیز به د مرستو رسولو لړۍ لاسخته او اغیزمنه کړي.

اړوند مطالب:«په افغانستان کې به د ښځو پر کارکولو بنديز پای ته ونه رسيږي»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږ کوونکي له دفتره خپرې شوې ویناپاڼې د ښاغلي الکبروف له قوله لیکلي: «د نادولتي موسسو پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو د پخوانیو بندیزونو ژورې اغیزې او زیانونه او همدا ډول د ملګرو ملتونو ټولو ښځینه کارکوونکو ته د دغو بندیزونو پراخېدل او غځېدل د افغان مېرمنو په وړاندې یو بل نه هېردونکی او ویجاوړونکی ګوزار دی.»

نوموړي زیاته کړې ده چې ښايي په لنډ مهال کې ددغو بندیزونو اغیزې احساس نه شي، خو په اوږدمهال کې به د بشردوستانه همکارانو لیوالتیا او وړتیا لا نوره کمزوري کړي.