1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هرات ولایت کې انټرنټ کفې ګانې بندې کړي دي

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د خلکو د ژوند پر بېلا بیلو اړخونو د طالبانو بندیزونه دوام لري. په هرات کي نژدې ټولي نیټ کیفي ګاني د طالبانو د امر باالمعروف ادارې په امر تړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4PmEM
Afghanistan Internet Taliban Kommunikation
انځور: privat

دا په داسي حال کي ده، چي خلک په خپلو کورونو کي د ښه کیفیت انټرنیټ کارولو ته لاسرسی نه لري، د طالبانو دغي پرېکړي هغو کسانو ته چي تېز انټرنیټ ته اړتیا لري ډېري ستونزي پيداکړي دي. 
په دې وروستیو لسو ورځو کي نژدې ۱۰۰ انټرنیټ کیفي ګاني په هرات کي د طالبانو له خوا تړل سوي دي او دغه لړۍ لا روانه ده. 
په هرات کي د انټرنیټ کیفي ګانو د ټولني مسؤل حاجي عبدالکریم بارکزي دویچه ویله ته وویل:« د رواني اونۍ په وروستیو کي ۹۶ انټرنیټ کیفي ګاني د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په امر تړل سوي دي، همدا پرون ورځ هم یوه انټرنیټ کیفي د بازارچه په سیمه کي دطالبانو له خوا وتړله سوه او څښتن يې څو ساعته بندي کړی و. » 

اړوند: په انټرنيټ کي د مذهبي تندلارو ډلي ته يو سخت ګوزار
نوموړی زیاتوي، په هرات ولایت کي د انټرنیټ کیفي ګانو د تړل کیدو له امله د یادو مرکزونو مسؤلان تاواني سوي، ځکه د دغسي مرکزونو فعالیدل زیات لګښت غواړي. 
په هرات ولایت کي د یوې انټرنیټ کیفې څښتن دویچه ویله ته وویل، طالبانو تېره اونۍ دوی ته خبر ورکړی و، چي خپله انټرنیټ کیفې وتړي، خو دا چي دوی د دوکان د کرايې او د برېښنا د لګښت پوروړی دی هڅه يې کوله، چي یوڅه وخت لا فعالیت وکړي. 
د انټرنیټ کیفې دغه څښتن، چي نه غواړي نوم يې خپور سي دویچه ویله ته داسي وویل: «خو دوې ورځي وروسته طالبانو زه له فرمان څخه د سرغړوني په تور څو ساعته بندي او دوکان يې را وتړی.»

Social Media Apps auf Smartphone
انځور: picture alliance / empics

د دویچه ویله فیس بوک پاڼه درسره لایک کړي
په هرات کي د امر باالمعروف ادارې مسؤلان وايي، په دغه ښارکي يې د انټرنیټ کیفي ګانو د تړلو چاره د خلکو د شکایتونو پر بنسټ راشروع کړې ده. 
په هرات کي دیادي ادارې مشر شیخ عزیز الرحمان مهاجر دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه له انټرنیټ کیفي ګانو څخه د خلکو شکایتونه ډېر سوي ول، ځکه ډېری کوچني زده کوونکي ښوونځیو ته نه تلل او خپل وخت يې په انټرنیټ کیفې ګانو کي بېځایه تېروي او خپلسري هم ډېره زیاته سوې وه. ما ډېره توصیه ورته وکړه، چي دغه ستونزه حل سي، خو ستونزه همداسي پرځای پاته وه، نو ځکه يې موږ د تړلو پرېکړه وکړه.»

اړوند: د وولف په هکله د دویچه ویله د انټرنیټي پاڼو لیدونکي څه وايي؟
په کابل کي د طالبانو ادارې تردې ګړیه د انټرنیټ کیفې ګانو د تړلو په اړه څه نه دي ویلي، خو مهاجر وايي، دغه انټرنیټ کیفې ګاني په فراه او نیمروز ولایتونو کي هم تړل سوي دي او په نورو ولایتونو کي، چي دغسي «منکرات» ولیدل سي هم تړل کېږي.
تېز انټرنیټ ته د لاسرسي ستونزه 
که څه هم په افغانستان کي مخابراتي څانګي ۳ جي او وای فای انټرنیټي خدمتونه وړاندي کوي،خو د مبایل انټرنیټ کمزوری او د لوړ لګښت له امله خلک تېز انټرنیټ ته اړتیا لري، خو د وافای د لګښت توان بیا نه لري، نو ځکه د خپلو انټرنیټي ستونزو د له منځه وړلو له پاره ډېر وخت انټرنیټ کیفې ګانو ته ورځي.  
په هرات ولایت کي د عبدالستار په نامه یو خبریال دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه د سیم کارټونو انټرنیټ ډېر کمزوری دی او هره دقیقه وصل او پرې کېږي، چي دا زموږ له پاره یو لوی سرخوږی دی.»
دغه خبریال وايي، له انټرنیټ کیفې ګانو څخه اکثره وخت د درنو فایلونو د لېږلو له پاره ګټه اخلي، چي له دې وروسته به امکان ونه لري: «زه نن له سهاره تر ماپښينه په ټول ښار کي وګرځېدم، خو له بده مرغه یوه انټرنیټ کیفې مو داسي پيدا نه کړه، چي پرانیستې وې،  ترڅو خپل درې جي بي ویډیويي فایل مرکزي دفتر ته ولېږم، بالاخره خپلي څو ورځنۍ هلي ځلي مي په اوبو لاهو سوې.»

Symbolbild Cyber Crime
انځور: Dominic Lipinski/PA/dpa/picture alliance

اړوند: ترهګر څه ډول د انټرنيټ د لاري د ځان په ګټه تبليغات کوی
همدارنګه د هرات پوهنتون محصل احمد فرزان هم وايي، د انټرنیټ کیفې ګانو د تړلو له لاسه نه سي کولای، چي د خپلي اړتیا وړ څېړنیز مواد پیدا کړي. 
په هرات کي د انټرنیټي خدمتونو وړاندي کوونکي شرکتونه په دې باور دي، چي د انټرنیټي کیفي ګانو له تړلو سره به ښاریان لاهم د انټرنیټي خدمتونو له کمښت سره مخامخ سي. 
د عبدالواحد په نامه د انټرنیټي خدمتونو د وېش د یو شرکت مسؤل وايي: «له بده مرغه که څه هم د سیمکارټونو انټرنیټ ۳جي او ۴ جي دی، مګر د کمزوري انتن امله يې مشتریان له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.» 
دی زیاتوي: «خو د انټرنیټ کیفې ګانو انټرنیټ د تېزۍ او کیفت له مخي په ټیټه بیه خلکو ته وړاندي کیدی.»
په هرات ولایت کي د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ادارې څو ورځي ترمخه په دغه ولایت کي د ویډیو ګیمونو او د کمپیوټري لوبو د سي ډي پلورونکو دوکانونه هم تړلي دي. 

ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی

زموږ له ارشیف څخه 

په افغانستان کې د خوندې انټرنیټ نړېواله ورځ ولمانځل شوه