1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د احتمالي برید اندېښنه

۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

د رافایل ګروسي په وینا د ایران اټومي تاسیسات د امنیتي انديښنو په دلیل وروسته له یوې ورځې بندیدو څخه بیرته پرانیسل شوي او د نړیوال اټومي اژانس مفتشینو خپل د څارنې فعالیت له سره پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4epbu
IAEO-Generaldirektor Grossi besucht Japan
انځور: Eugene Hoshiko/AP/dpa/picture alliance

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس مشر د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د احتمالي غچ اخیستونکو عملیاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دغه آژانس مشر رافایل ګروسي د دوشنبې (د اپریل ۱۵ نېټه) په ماښام په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې ایران د یکشنبې په ورځ د امنیتي اندېښنو له کبله خپل اټومي تاسیسات رخصت کړي ول.

د هغه په وینا ایران د سه شنبې په ورځ خپل اټومي تاسیسات بیرته پرانیستل او د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته د نړیوال اژانس مفتشینو خپل فعالیت پیل کړی دی. هغه زیاته کړه چې دغې یوې ورځنۍ وقفې یې پر کار کوم اغیز نه ده کړې.

ګروسي د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د احتمالي برید په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ تل دې احتمال ته اندېښمن یو» نوموړي له همدې امله پر اسرائیل له زغم څخه د کار اخیستنې غږ وکړ.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په منظم ډول د «نطنز» په څیر د ایران د یورانیمو د غني کولو له تاسیساتو څخه لیدنه کوي. ایران په پرله پسې ډول ادعا کړې ده چې اټومي پروګرامونه یي د سوله ایزو اهدافو له پاره دي، خو لوېدیځ هیوادونه دغه ادعا ردوي او پر ایران تور لګوي چې اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅه کوي.

د اسرائیل چارواکو ویلي دي چې دغه هیواد به د ایران توغندیز او د بې پيلوټه الوتکو برید بې ځوابه نه پریږدي او د اسرائیل جنګي کابینې هم د دوشنبې په ورځ د خپلې غونډې په پای کې په «نږدې راتلونکي کې ترسره کیدونکي برید» په اړه تصمیم نیولی دی.

پنتاګون: امریکا له ایران سره جګړه نه غواړي

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ په منځني ختیځ او اروپا کې له خپلو یو شمیر سیالانو سره په تلیفوني خبرو کې له اسرائیل څخه د امریکا پر ملاتړ او د نظامي شخړې د پراخیدو د مخنیوي په خاطر پر سیمه ایز ثبات ټینګار کړی دی.

د پنتاګون په وینا لويد استین د بحرین له ولیعهد او لومړي وزیر، د اسرائیل له لومړي وزیر او د المان او قطر هیوادونو له دفاع وزیرانو سره په تلیفوني خبرو کې د ایران د بریدونو په غندلو سره واضحه کړې ده چې امریکا له ایران سره نظامي جګړه نه غواړي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ د پنتاګون یوه ویاند وویل: «دا چې اسرائیل له ایران څخه د غچ اخیستنې تصمیم نیسي او که نه، دا موضوع په اسرائیل پورې ارتباط نیسي»

د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې

بل لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته په تلیفوني خبرو کې ویلي دي چې دغه هیواد په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید په «پریکړنده ډول» غندي او هغه د نړیوالو قوانیو جدي سرغړونه او د نه منلو وړ بولي.

مخکې تر دې روسیې په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ اسرائیل ته د منسوب هوایي برید د غندلو په اړه د امنیت شورا ته یوه اعلامیه وړاندې کړې وه، خو امریکا، فرانسې او بریتانيا له دې اعلامیې سره مخالفت وکړ. په دې برید کې د سپاه پاسداران د یوه لوړپوړي چارواکي په ګډون د دغو ځواکونو اووه غړي ووژل شول.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

له ایران سره د اټومي تړون فسخه په څه معنی ده؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب