1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د نطنز په اتومي تاسیساتو کې شوي اقدامات حفاظتي دي

۱۴۰۱ خرداد ۲۸, شنبه

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې په نطنز کې د نوو تونلونو د جوړونې په هکله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ په غبرګون کې ویلي چې دغه اقدامات د محافظت زیاتولو په موخه شوي او د اټومي انرژۍ نړیواله اداره پرې خبره ده.

https://p.dw.com/p/4Csup
Atomanlage im Iran
انځور: Getty Images

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د جمعې (د جون میاشتې ۱۷ نیټه) په ورځ د دغه هیواد د ملي امنیت شورا رهبرۍ ته نیږدې انټرنټ پاڼې «نورنیوز» ته وویل: «ایران د غیر قضایي معلوماتو چمتو کولو مکلفیت نه لري، خو د نطنز سایټ شاوخوا ته د کارج فابریکې د رغونې فعالیتونو د پيلیدو راهیسې یې نړیوال اټومي آژانس په جریان کې اچولی دی.»

له دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې د نطنز اټومي تاسیساتو په سویل کې د ځمکې لاندې یوې سترې شبکې د کيندلو په هکله د ایران د دوامداره کوښښونو څخه خبر ورکړی وو.

دغه رپوټ د امریکا او اسرائیلو د استخباراتي ادارو په استناد لیکلي شوي و چې ایران په بی ساري ډول کوښښونه پیل کړي دي، څو د غره په عمق کې تاسیسات جوړ کړي چې د سنګر ماتوونکو بمونو او سایبري بریدونو په مقابل کې مقاومت ولري.

کمالوندي، د دغه رپوټ په غبرګون کې وایي: «په نطنز کې تحرکات د سوله ایزو اټومي تاسیساتو د محافظت ضریب د لوړولو په موخه، او د نړیوال اټومي آژانس په جریان کې اچولو په صورت کې ترسره شوي دي.»

نوموړي د نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې رپوټ ''د اسرائیلو پورې وابسته رسنیزه فضا جوړونه وبلله چې د ابهام او ناوړه سیاسي استفادې رامنځته کولو په موخه'' ترسره کیږي.

کمالوندي وویل چې د کرج په کارخانه کې د سانترفیوژونو د تولید پر مجمع د تیر کال د برید په پایله کې پریکړه وشوه چې امنیتي تدابیر، په ځانګړي توګه د حساسو تاسیساتو په برخه کې سخت شي او له همدې امله د سانتریفیوژنیونو د تولید ځایونه، د امنیتي او محافظتي ضریب د لوړولو په موخه زیات شوي دي.»

د هغه اشاره د تیر کال په جولای میاشت کې په کرج کې د «تِسا» په نوم د سانتریفیوژنونو د پرزو د تولید پر دستګاه د بی پیلوټه الوتکو برید ته وه. ایراني چارواکو ادعا کړې وه چې دغه برید د اسرائیلو له خوا ترسره شوی و.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند پر نړیوال اټومي آژانس IAEA تور ولګاوه چې: «د خپلو حفاظتي مکلفیتونو په ترسره کولو کې یې غفلت کړی دی او د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه یي محکوم کړي نه دي.»

په اټومي معادلاتو کې د نطنز ارزښت

د نطنز تاسیسات د ایران د یورانیمو د غني کولو اصلي مرکز ګڼل کیږي. څو ځله پر دغو تاسیساتو برید شوی دی چې اسرائیلو ته نسبت ورکول کیږي.

د اسرائیلو د استخباراتي چارواکو د اطلاعاتو په اساس د نطنز په سویل کې د ځمکې لاندې دغه تاسیسات ډیر پراخه او ممکن د ایران د یورانیمو د غني کولو تر اوسنیو تاسیساتو ډیر مقاومت ولري.

ایران په ۲۰۱۹م کال کې له دغه هیواد سره د اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول د امریکا د وتلو د یوه کال پوره کیدو د ورځې په مناسبت، د اټومي موافقې د پروګرام په اساس د خپلو ژمنو عملي کول را کم کړل او په دوامداره توګه یي خپلو اټومي فعالیتونو ته پراختیا ورکړه.

د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د تازه ارزونې له مخې ایران اوسمهال شاوخوا ۴۳ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غنی شوي یورانیم په اختیار کې لري. په هغه صورت کې چې دغه کچه تر ۹۰ سلنې لوړه شي د اټومي بم د جوړلو له پاره کفایت کوي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح