1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

د عراق جګړې له شلمې کلیزې مخکې بغداد ته د لويد آستن سفر

۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزیر لويد آستن عراق ته د خپل نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل چې د عراق راتلونکي ته ډیر هیله مند دی. د ولسمشر صدام حسین رژیم تر نسکوریدو وروسته په دغه هیواد کې ډیره ګډوډي او وينه توی شوې ده.

https://p.dw.com/p/4OOXA
Irak | Besuch US Verteidigungsminister Lloyd Austin
د امریکا د دفاع ویر لوئید آستن په اربیل کې د کردستان له ولسمشر سره د لیدنې پر مهالانځور: Safin Hamed/AFP/Getty Images

د امریکا د دفاع وزیر لويد آستن د سه شنبې په ورځ د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې بغداد ته ورسید. آستن د عراق له لومړي وزیر محمد شیعه السوداني سره ولیدل. نوموړي وویل چې هغه پر عراق د امریکا د حملې د شلمې کلیزې پر مهال «د اړیکو د مستحکم او پراخولو» هیله لري. آستن د عراق لوموړي وزیر ته وویل چې امریکایي ځواکونه د بغداد په بلنه په عراق کې «پاتې کیدو ته اماده» دي.

په عراق کې د امریکایي ځواکونو د شتون دفاع

آستن د عراق له لومړي وزیر السوداني او دفاع وزیر ثابت العباسي سره تر لیدنې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: «زه زموږ د مشارکت د راتلونکي په هکله هیله مند یم. امریکا د عراق امنیت، ثابت او د خپلواکۍ ملاتړ له پاره خپل مشارکت مستحکم او پراخوي.»

سوداني هم آستن ته د اړیکو د لا زیاتو پراخولو په هکله وویل، خو هغه «له سیمه ایز او نړیوالو قدرتونو سره د متوازنو اړیکو د بر قراره ساتلو» په برخه کې د عراق پر ارادې ټینګار وکړ.

د امریکا پوځ ولې په عراق کې موجود دی؟

که څه هم عراق په ۲۰۲۱م کال کې په رسمي ډول د پوځي عملیاتو ختمولو اعلان کړی و، خو اوس هم نږدې ۲۵۰۰ امریکايي عسکر د عراقي پوځ د روزنې له پاره په دغه هیواد کې موجود دي. د امریکا د دفاع وزیر په خبره دا اړینه ده چې امریکا «دا مهم کار په محفوظه طریقه پای ته ورسولی شي.»

په ۲۰۰۳م کال کې کله چې امریکا پر عراق برید وکړ او د صدام حسین حکومت یي ړنګ کړ، له هغه وخت راهیسې په دغه هیواد کې د قدرت داسې تشه رامنځته شوه چې له امله یي په سیمه کې تر اوسه امنیتي اندېښنې موجودې دي.

 

په عراق کې د امریکايي ځواکونو په پرله پسې ډول موجودیت په اړه عراق او امریکا مختلف نظرونه لري.

آستن له کردانو او عراقیانو څخه د یووالي غوښتنه کړې

د امریکا د دفاع وزیر او سوداني د عراق د خپل واکمنې سیمې له ولسمشر نیشروان برزاني سره هم ملاقات وکړ. د ډېرو نورو اختلافاتو تر څنګ د عراق د بودیجې او ملي او سیمه ایزو حکومتونو ترمنځ د تیلو د عایداتو پر ویش شخړې رامنځته کیږي.

زمونږ د یوټیوب له کانال سره یوځای شئ

آستن له برزاني سره تر خبرو اترو وورسته وویل: «اربیل او بغداد باید د ټولو عراقیانو د ښيګڼې له پاره په ګډه کار وکړي او کرد مشران دې خپل اختلاف یوې خواته پریږدي او د یو امن او سوکاله عراقي کرد سیمې د بیارغونې له پاره دې متحد شي.»

امریکا ته د عراق جګړه په لوړه بیه تمامه شوه

د امریکا تر برید وروسته عراق د دوو لسیزو راهیسې له ګډوډۍ سره مخامخ دی. د جورج ډبلیو بوش حکومت د «ترهګرۍ پر وړاندې خپلې جګړې» له پاره د ۲۰۰۳م کال د مارچ میاشتې پر ۲۰ نېټه پر عراق یو ډیر شخړیز برید پیل کړ.

زمونږ د فیسبوک له کانال سره یوځای شئ

امریکا د دې کار له پاره یو د اعتراض وړ استدلال وړاندې کړ چې د صدام حسین له حکومت سره په پراخه پیمانه ویجاړوونکي وسلې دي. پر دې ډیر شمیر خلکو اعتراض هم وکړ، خو د بوش حکومت په همدې بهانه پر عراق برید وکړ.

هیڅکله داسې وسلې ونه موندل شوې

د صدام حسین په مشرۍ په عراق کې د سنیانو حکومت و، خو د هغه تر لیري کیدو وروسته د مختلفو اختیاراتو د ویشلو پر بنسټ تر اوسه پورې څو حکومتونه بدل شول چې له دې ډلې زیاترو یي د عراق له شعیه ګاونډي هیواد ایران سره ډیرې نږدې اړیکې پاتې شوي دي، کوم چې د امریکا یو پخوانی دښمن ګڼل کیږي.

د عراق په کردستان کې د ایران برید ۱۳ کسان وژلي

په عراق کې د نفت او ګازو د پراخو زیرمو سربیره د امنیتي او سیاسي بې ثباتۍ له کبله د عامه خدماتو په برخه کې پانګونه نه ده شوې. له همدې امله په دې هیواد کې د بې وزلۍ او فقر فضاء حاکمه ده.

لويد آستن په عراق کې د امریکايي ځواکونو د قوماندې مشري کوله او اوس د جو بایډن په حکومت کې د دفاع وزیر په توګه بغداد ته سفر کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز