1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلټنه:پراستوگنځایونو د بمباریوله امله د ملکي تلفاتو زیاتوالی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

د یوې پلټنې له مخي په ۲۰۲۳م کال کي څه د پاسه ۳۳ زره ۸۰۰ ملکي وگړي په گڼ میشتو سیمو کي د چاودیدونکو وسلو له امله ټپیان او یا هم وژل سوي دي. برعکس د افغانستان په شمول په ځینو هیوادونو کي بیا دغه ډول مرگ ژوبله راکمه سوې ده.

https://p.dw.com/p/4f5g7
Ukraine Charkiw | Eine Rakete trifft Wohngebiete im Zentrum der Stadt
انځور: Darvik Maca Vojtech/CTK/picture alliance

د «هنډيکپ» نړیوالې مؤسسې د دوشنبې په ورځ په مونشن کي ويلي دي چي په ۲۰۲۳م کال کي د چاودیدونکو وسلو د کارولو په نتیجه کي د ملکي کسانو د وژلو شمیر د هغه د تیر کال په پرتله  ۱۲۲ سلنه زیات سوی دی. 

د دغې پلټني له مخي د ملکي تلفاتو زیاتوالی په تیره بیا په فلسطیني سیمو، سوډان، میانمار، سوریې او پاکستان کي ثبت سوی دی. په گڼ میشتو سیمو کي د چاودیدونکو وسلو د کارولو د مونیتور د رپوټ له مخي، دغه چاودیدونکي وسلې په ۷۵ هیوادونو او سیمو کي کارول سوي دي.

په اوکراین، ایتوپیا، افغانستان، یمن او عراق کي بیا برعکس د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې کچه راکمه سوې ده. د پلټنې له مخی په ۲۰ هیوادونو کي روغتیايي تاسیسات ویجاړ او یاهم زیانمن سوي دي. شاوخوا ۹۰ سلنه انسانان چي د استوگنو په سیمو کي زخمیان سوي دي، د ملکي کسانو په ډله کي راځي.

د هندیکپ په حواله چاودیدونکي وسلې په مختلفو ډولونو او اندازو سره موجودي دي: په هغو کي د هاوان مرمۍ، توغندي، د توپخانې مرمۍ، هوايي بمونه، جوړ سوي چاودېدونکي توکي، مځکني ماینونه او خوشه يي مهمات شاملیږي.

ویل کیږي چي د چاودیدونکو توکو د چاودني له امله په عملیاتي سیمو کي انسانان زخمیان او یا هم وژل کیږي، ودانۍ او زیربناوي ویجاړي او یاهم زیانمني کیږي. علاوه پردې هغه چاودیونکي توکي چي چاودل سوي نه دي، د کړکیچ تر ختمیدو پوري د ملکي کسانو ژوند گواښي.

د دغو معلوماتو له مخي د سې شنبې په ورځ په اوسلو کي د استوگنې په سیمو کي له چاودیدونکو وسلو څخه د استفادې د منع کولو د ارزونې په هکله یو کنفرانس جوړیږي. آلمان او ډیرو نورو هیوادونوپه ۲۰۲۲م کال کي پر دغې اعلامیې توافق کړی دی. تمه کیږي چي د ۸۶ هیوادونو استازي او مدني ټولنی به په دغه کنفرانس کي گډون وکړي. د مانیتور رپوټ د چاودیدونکو وسلو په هکله نړیوالې شبکې  (INEW) له خوا جوړ سوی دی. د هندیکپ نړیوال سازمان د  (INEW) غړی دی.

GP/NZ/AG