1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي هر کال سلګونه کسان د ماین چاودنو قرباني کیږي

۱۴۰۲ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ماین نړیوالې ورځ په مناسب د ماینونو د خطرونو په اړه ویلي دي، چې تېرکال په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو او مهماتوو ۴۵۰ پېښې ثبت شوي، چې ۹۹۵ کسان یې وژلي او یا ټپیان کړې دي.

https://p.dw.com/p/4PgoR
Afghanistan UNAMA Internationaler Tag der Minenaufklärung
انځور: Fardi Waezi/UNAMA

نن د اپرېل څلورمه د ماینونو له خطرونو څخه د پوهاوي نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د جګړو پاتې شوي ماینونه او چاودیدونکي توکي د ډېرو افغانانو ژوند ته ګواښ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر ټویټر ویلي دي، چې تېر کال په افغانستان کې د ماینونو او چاودونوتوکو د تلفاتو  ۹۷ سلنه غیر نظامیان و، چې په دې ۵۶ سلنه یې ماشومان دي.

اړوند مطلب: تر ۷۰۰۰ اضافه انسانان د ماینونو له امله وژل سوي یا ټپيان سوي دي

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر « اوچا» د افغانستان په اړه د دې ورځې په منساب اعلان کړی دی، چې د ۱۹۸۹ کال څخه تر اوسه ۵۷ زره غیرنظامیان په افغاسنتان کې د جګړې پاتې شویو ځمکني ماینونو او چاودیدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي او یا ټپیان دي.

اوچا زیاته کړې ده، چې د ماین پاکۍ بنسټونو، چې د «ماین اکشن» پروژې سره همکار دي، په تېرو درو لسیزو کې تر ۱۹ میلیونو ډېر ماینونه، چاودیدونکي توکي او مهمات چې له جګړې څخه پاتې شوې و پاک کړې دي.

اړوند مطلب: افغانستان؛ د ماین پاکۍ موسسې د بودجې له کمښت سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی دی، چې ۴۱۵۰ ماینونو او چاودیدونکو توکو شتون په ډاګه شوی، چې دا د خلکو او  په ځانګړو توګه د ماشومانو له پاره مرګونی ګواښ دی.