1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لندن: د تورې په بريد کې يو ديارلس کلن هلک وژل شوی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

په لندن کې يوه ۳۶ کلن سړي د تورې بريد کې يو ديارلس کلن هلک وژلی او څلور نور کسان یې ټپيان کړي دي. پوليسو ویلي دوی فکر نه کوي چې پېښه دې له ترهګرۍ سره تړاو ولري.

https://p.dw.com/p/4fMUU
London-Hainault an U-Bahn-Station Menschen niedergestochen
انځور: Peter Kingdom/AP/picture alliance

پولیسو په لندن کې یو ۳۶ کلن سړی نیولی چې د یوې توري په واسطه یې ډیری کسان ټپيان او یوتن وژلی دی. د لندن د ميترو پوليتن پوليسو يوه مشر توارد بېل وويل: «زه په ژور خفګان سره تائيدوم چې له ټپيانو څخه یې يو، يو ديارلس کلن هلک وژل شوی دی. هغه تر ټپي کيدو وروسته روغتون ته ليږدول شوی وو او هلته لږ وروسته مړ شوی دی.»

د متروپولیتن پولیسو د سه شنبې په ورځ څرګنده کړه چې دغه پیښه ښايي ترهګریز پس منظر ونه لري. د بریتانیا د پایتخت د ژغورنې ادارې د ایکس ټولنیزې شبکې (پخوانی تويتر) له لارې خبر ورکړ چې ۵ کسان روغتون ته انتقال سوي دي.

پولیسو ویلي چې یو سړی له تورې سره نیول سوی دی. هغوی ته د سيمې پر وخت سهار په اتو بجو خبر ورکول سو چې د لندن په ختیځ د هاناولت په سیمه کې د مترو تمځای ته نیژدې خلک په توره وهل سوي دي. د هغوی په خبره عیني شاهدانو ویلي چې نوموړي کس پر لارویانو او دوو پولیسو باندي برید وکړ.

په ټولنیزو شبکو کې داسي عکسونه او ویډیو ګانې لیدل کیږي چې پکښي یو سړی چې تور پتلون او ژیړ خولۍ لرونکی جاکټ یې اغوستی، د سمورای ډوله توري په مرسته د کورونو په مخکې په داسي حال کی منډي وهي چې د پولیسو موټر ورنیژدې کیږي. دا انځورونه او ویډيو ګانې د سيمه ایزو رسنيو له له خوا خپرې شوي دي. عیني شاهدان وایي چې هغوی د نوموړي سړي چیغي اوریدلې.

پولیسو زیاته کړی:«موږ د ټپیانو د حالت په هکله معلوماتو ته انتظار باسو«. د پولیسو یوه ویاند وویل چې په نورو شکمنو کسانو پسې لټون نه کیږي، خو بیا هم ددې اطمینان نسته چې په سیمه کې به خطر موجود نه وي.»

د لندن ښاروال، صادق خان ویلی چې د دې پیښې له امله «سخت اندیښمن» دی او د پولیسو له مشرتابه سره په نیږدې اړیکه کې دی. خان د پولیسو او ژغورنې د خدماتو دعملیاتو ستاینه وکړه چې هر ډول خطر ته یې ځان ونیو ترڅو د نورو کسانو ساتنه وکړي.

UK Premierminister Rishi Sunak Interview
د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناکانځور: Benjamin Cremel/Pool via REUTERS

د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناک، تیره اونۍ په پلازمینه کې د چړو په وهلو سره د ترسره سوو جرمونو پر لوړه شمیره باندي نیوکه وکړه. د رسمي شمېرو له مخې تېر کال په دغه ډول بريدونو کې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی او ۱۴ زره او ۵۷۷ ته لوړ شوی دی.

GP/BS/AG