1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

د بریتانيا پارلمان رواندا ته د مهاجرو د اخراج پلان تصویب کړ

۱۴۰۳ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

تر اوږدو شخړو وروسته د بریتانيا پارلمان، رواندا ته د غیرقانوني مهاجرو د اخراج پلان تصویب کړ.د پارلمان په دغه پرېکړه کې افغان کډوال هم شامل دي، چې یادې پرېکړې اندېښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/4f5Fw
Großbritannien | Rishi Sunak
د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناکانځور: Toby Melville/AP Photo/picture alliance

رواندا ته د مهاجرو د اخراج په هکله د بریتانیا د حکومت جنجالي طرحې وروستی خنډ له منځه یووړ. د بریتانیا د مشرانو جرګې چې څو ځله یې دغه پروژه له تغیراتو سره بېرته ولسي جرګې ته لېږلې وه، پرېکړه وکړه چې نور بدلونونه به نه راولي. په دې ډول غیرقانوني مهاجر، بې تفاوته ده چي د کوم هیواد څخه راځي، کیدای سي روانډا ته واستول سي.

د ختیځي افریقا دغه هیواد د نوموړو مهاجرو له پاره د دریم ډاډمن هیواد په توگه درجه بندي سوی دی. اپوزیسیون او د بشري حقونو فعالانو پر نوموړي پلان باندي سخت انتقادونه کړي دي.

بریتانيا کې هغه افغانان چي په دې وروستيو کي په غير قانوني ډول دغه هيواد ته رسېدلي دي هم دغه پلان اندېښمن کړي دي. په بریتانیا کې میشت افغان کډوال او د بشري حقونو فعال ګل ولي پسرلي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پارلمان له دغې لایحې افغان کډوال هم مستثنا نه دي. د دوی په خبره:«د بریتانیا د مشرانو جرګې ډېره هڅه وکړه چې افغان کډوال په خاص ډوال هغه کډوال چې د بریتانیا له حکومت سره یې په ځینو برخو کې کار کړی دی، رواندا ته ونه لېږي، خو پارلمان دغه موضوع رد کړې ده.»

د دوی په خبره چې د بریتانیا یاده پرېکړه به د زرګونو هغه افغانانو ستونزي پراخې کړي چي له کلونو راهیسي بې برخلیکه دي. له دې وړاندي د بریتانیا محکمې هم د دغه پلان د پلي کېدو په اړه مخالفت ښودلی و، خو تازه تر اوسه محکمې څه نه دي ویلي.

بریتانیا دوه کاله وړاندې دغه پلان اعلان کړ. دغې طرحې ته چي د غیرقانوني مهاجرت په وړاندي د یوه مهم گام په سترگه کتل کیده، د جنورۍ مياشتي په نیمايي کي د بریتانیا ولسي جرگې هغه تصویب کړه.

د نوموړي طرحې له مخي په غیرقانوني ډول راغلي مهاجر، دا بې تفاوته ده چې له کوم هیواد څخه دي، پرته له دې چي د هغوی د پناه غوښتنې عریضه وارزول سي، له بریتانيا څخه رواندا ته چي د دریم ډاډمن هیواد په توگه درجه بندي سوی دی، استول کیدای سي.

د بریتانیا حکومت تمه لري چي دا کار به د مهاجرو د راتگ پر مخنیوي باندي اغیز وکړي. په دې اړه هوکړه د کیگالي له حکومت سره رامنځته سوې ده.

   

UK, London | Ruanda Abstimmung im Unterhaus
د بریتانیې پارلمانانځور: House of Commons/UK Parliament/PA Wire/empics/picture alliance

اپوزیسیون او همدارنگه د بشري حقونو فعالانو پر نوموړي طرحې سختي نیوکي کړي دي. همدارنگه د لومړي وزير ریشي سوناک، د محافظه کارانو تر منځ هم دغه طرحه جنجالي بلل کیږي.

سوناک د دوشنبه په ورځ وویل چي په دې کي هیڅ شک نه ویني چي دغه پلان به د پارلمان له خوا تصویب سي. هغه د نوموړي قانون تر تصویب لږ مخکي وویل چي د اخراج لومړني پروازونه به په لسو تر دوولسو اونیو کي پیل سي: «موږ آماده یو، پلانونه په مخکي پراته دي او دغه پروازونه به په هر صورت پیل سي.»

د سوناک حکومت په مخ پر زیاتیدونکي ډول ترفشار لاندي دی چي د هغو پناه غوښتونکو لوړ شمیر راکم کړي چي له شمالي افریقا څخه د مانش کانال له لاري په کوچنیو کښتيو کې بريتانيا ته ځانونه رسوي.

د نظر پوښتونو له مخي د محافظه کارو گوند، تر خپل مخالف ګوند کارګر شاته دی. له ۱۴ کلونو حکومت وروسته اوس هغوی د اپوزیسیون له گواښ سره مخامخ دي.

د سونک پلان کیدای سي د قانوني اقداماتو له لاري ودرول سي. د ملگرو ملتونو حقوقي کارپوهانو روښانه کړې ده چي که هوايي شرکتونه او د هوايي چلند چارواکي په دغه اخراج کي برخه واخلي کیدای سي له نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي. په بریتانيا کي د عامه نظم څارونکي اټکل کوي چي د ۳۰۰ مهاجرو اخراج به د دغه هیواد له پاره په ۵۴۰ میلیونه پونډ لګښت تمام سي، چي دا د هر کس له پاره تقریباً دوه میلیونه پونډه کیږي. 

   

آیا له افغانستانه اوس هم د ناقانونه کډوالۍ شمېر لوړ دی؟

GP/NZ/AG