1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هند د عمومي ټاکنو د لومړي پړاو له پاره رای اچوونه پېل شوه

۱۴۰۳ فروردین ۳۱, جمعه

په هند کې د عمومي ټاکنو په لومړي پړاو کې د استازو مجلس يا لوک سبها له ۵۴۳ څوکيو څخه د ۱۰۲ څوکیو له پاره نن رای اچوول کیږي. په دې ترڅ کې کلک امنيتي تدابیر نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4exaF
په هند کې عمومي ټاکنې
په هند کې عمومي ټاکنېانځور: AFP

دا پارلماني ټاکنې به دا ځل په اووه پړاونو کې ترسره شي چې په تاريخ کې تر اوسه تر ټولو ستر جمهوري تمرين بلل شوي دي.

تر ۴۱ ورځو دوام لرونکې دې پروسه کې به د رای اچوونې مستحق ۹۷۰ ميليونه راجستر شوي رای ورکوونکي خپله رايه وکاروي. له دې څخه یې ۴۹۷ ميليون نارينه او ۴۷۱ ميليون ښځې دي.

د ټاکنو د وروستي پړاو ټاکنې به د جون میاشتې پر لومړۍ نیټه وي او د ټاکنو پایلې به د جون پر څلورمه نېټه اعلان شي.

د رای اچوونې له پاره ۵۵ لکه الیکترونيکی دستګاوې کارول کيږي. که څه هم چې په دې اړه پوښتنې شته چې آیا دا دستګاوې يا ماشينونه د اعتبار وړ دي او که نه. د ټاکنو په موخه په ټول هېواد کې تر لسو لکو ډېر د رای اچوونې مرکزونه جوړ شوي دي.

نن په کومو ايالتونو کې رای اچوول کیږي؟

نن، جمعه (۲۰۲۴م کال د اپريل ۱۹) د تامل ناډو څخه د پارلمان د ټولو ۳۹ څوکیو له پاره رای اچوول کیږي. پر دې سربیره په راجستهان، اترپرديش، مدهيا پرديش، مهاراشټر، اترا کهنډ، آسام، بهار، لوېدیځ بنګال، اروناچل پرديش، مني پور، ميګهاليا، چهتيس ګړ، میزروم، ناګلند، اور سکم، تره پور، اندمان ونکوبار، پډوچیري او جمو او کشمير کې رای اچوول کیږي.

نن چې د کومو مهمو کانديدانو د برخليک پريکړه کيږي په هغه کې د ترانسپورت وزير نتن ګډکري، هم شامل دی. نوموړی د ناګپور د سيمې څخه چېرې چې یې د آر اس اس ګوند مقر هم پروت دی، کانديد دی. ځيني سياسي شنونکی ګډکري ته د لومړي وزير نريندر مودي د ممکنه سيال په سترګه ګوري.

د اترپرديش په مظفر نګر سيمه کې هم نن رای اچوول کيږي. دا ښار په ۲۰۱۳م کال کې د مسلمانانو ضد تاوتريخوالي مرکز وو. د دې زور زياتي په پايله کې د هند په دې تر ټولو ستر ایالت اترپردش کې د مودي هندو ملتپال ګوند «بي جی پي» بریالی شوی وو چې دلته خپل ملاتړ قوي کړي او د ۲۰۱۴م کال په عمومي ټاکنو کې ياد ګوند په دې ايالت کې د ۸۰ پارلماني څوکيو څخه ۷۲ ګټلې وې.بي جی پي ګوند د ۲۰۱۹م کال په ټاکنو کې ستره بريا خپله کړې وه.

په جنوبي ايالت تامل ناډو کې تر اوسه دا ګوند بريالی شوی نه دی او د ۲۰۱۹م کال په ټاکنو کې یې پر ټولو هڅو سربیره په دې ایالت کې يوه څوکۍ هم نه وه خپله کړې.

دا ځل لومړي وزير پر دې ایالت ډېر تمرکز وکړ او هلته په څو غونډو کې راڅرګند شو. د مودي ګوند تمه لري چې دا ځل به يو څو څوکۍ وګټي.

په دې ټاکنو کې له ۲۷۰۰ ډېر سياسي ګوندونه او له ۸۰۰۰ ډېر کانديدار خپل بخت آزمايي.

په لومړي پړاو کې په ۲۱ ايالتونو کې رای اچوول کیږي
په لومړي پړاو کې په ۲۱ ايالتونو کې رای اچوول کیږيانځور: Bipul Guha

د هند د ټاکنو د قوانینو پر اساس به د رای مرکز اچوولو مرکز هرو مرو هلته جوړيږي چېرې چې راجستر شوي رای اچووونکي ميشت وي. د ګجرت د ګير په ځنګلونو کې په پرته سيمه بنیج کې يوازې د يوه رای ورکوونکی له پاره د رای اچوونې خونه جوړه شوې ده.

د قانون د دې مکلفيت پر اساس د هند د ټاکنو کمیسيون عمله د رای اچوولو مرکز او يا خونو ته د رسېدو له پاره پيده، پر اوښانو، خرګاډو، غوايانو، ريلګاډو، سروس موټرو، هوايي الوتکو، څرخي الوتکو او يا هم په کښتيو کې سفرونه کوي.

په اتر پرديش ایالت کې به په ټولو اووه پړاونو کې رای اچوول کيږي ځکه دا د هند تر ټولو ستر ایالت دی چې نفوس یې ۲۰۰ ميليون دی.

سږ کال د هندو ملتپال ګوند بي جی پي يا بهارتيه جنتا ګوند څخه نريندر مودي، په دریم ځل د لومړي وزير څوکۍ ته کانديد دی.

بل لوري ته د «انډين نيشنل کانګرس» ګوند د اپوزیسیون د نورو ګوندونو سره په شريکه يو پراخ سياسي اتحاد رامنځته کړی دی. دا اتحاد «انډيا» نومول شوی دی.

د ډېرو شنونکو په آند به نريندر مودي دا ځل هم بريالی شي.

ب. ص / ن. ز (جاويد اختر، نوی ډهلی)

زموږ له آرشيف څخه:

په هندوستان کې ټاکنې او نوي ځوان رایه اچوونکي