1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

دروپدي مرمو د هند نوې ولسمشره شوه

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د هند په تاريخ کې دا دوهم ځل دی چې يوه ښځه دې تر ټولو لوړ دولتي مقام ته رسيږي. ۶۴ کلنه دروپدي په عين حال کې پر دې مقام د هېواد د قبايلي اقليت لومړۍ استازې هم ده.

https://p.dw.com/p/4EVHH
Indien neu gewählte Präsidentin Draupadi Murmu
انځور: Manish Swarup/dpa/AP/picture alliance

سياسي ډګر تر راتلو د مخه دروپدي مرمو د هند په ختيځ اوديسا ایالت کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله. هغه په دې وروستيو کې د ګاونډي ايالت جهارکهنډ ګورنره یا والي‌ وه.

نوموړې به د جولای پر ۲۵مه نيټه د هند د ولسمشرې په توګه چې تر ډېره يوازې يو سمبوليک مقام دی، په کار پیل کړي. د انتخاباتو د کميسیون په حواله د ملي او ایالتي پارلمانونو تر ۴۵۰۰ ډېرو غړيو د دولتي مشر د غوره کولو په ټاکنو کې برخه واخيسته. په هند کې ولسمشر او يا ولسمشره د پنځو کلونو کاري مودې له پاره ټاکل کيږي.

۶۴ کلنه دروپدي مرمو په اصل کې د هندوستان په ډېر وروسته پاتې توکمیز اقليت سنتهال پورې اړه لري چې د هند بومي اوسيدونکي دي. د هند د ۱،۳ ميليارده انسانانو څخه یې بومي اوسيدونکي کابو ۸،۶ فيصده برخه جوړوي.

مرمو د هندوانو د ناسيوناليستي برحاله بي جی پي ګوند له ملاتړ څخه برخمنه ده. د نوموړې ټاکل کیدو ته د لومړي وزير نريندر مودې د ګوند له خوا د قبايلي وګړو د ملاتړ د ترلاسه کولو د هڅې په توګه کتل کيږي.

د سياسي موضوعاتو په اړه مقاله ليکونکې نيراج چوهدري د رویترز خبري آژانس ته په دې اړه وويل: «بي جی پي ګوند د ۲۰۲۴م کال د پارلماني ټاکنو تر مخه د تيرو لسو کلونو د ولس نارضايتي له منځه وړل غواړي.»

«د بې وزلو له پاره د اميد څرک»

لومړي وزير مودي مرمو ته د هغې د بریا له کبله مبارکي ورکړه. نوموړي پر ټویټر ليکلي: «هغه زموږ د ولس له پاره د اميد د يوه څرک په څېر ده په تېره بيا د بې وزلو، محرومو او د پامه له غورځول شويو وګړو له پاره.»

د هند برحاله ولسمشر رام نات ګويند هم د هند د ولس په يوې وروسته پاتې او له پامه غورځول شوې برخې پورې اړه لري. هغه دليت دی چې د هندوانو د ذات په سيسټم کې تر ټولو ټيټه درجه لري. خو د نوموړي په دوره کې د دليت ذات وګړو وضعيت کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی. دليت توکمه هندیان په هند کې د ډېر سخت تبعيضي چلند سره مخ دي.

ب. ص/ ن. ز (rtr, dpa, afp, ap)