1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم لارې بندیدو سوداګر زیانمن کړي

۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د طالبانو او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د نښتې وروسته د دوهمې ورځې له پاره لا هم دغه مهمه سرحدي لار تړلې ده. د لارې بندیدو د دواړو لورو سوادګرو ته ډیر زیان اړولی دی.

https://p.dw.com/p/4W43n
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د پنجشنبې په ورځ لا هم د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ له پاره تړلې پاتې ده. په دغه سرحدي لار هره ورځ په بیلا بیلو توکو بار په سلونو لارۍ تګ راتګ کوي.

دویچه ویله ته په ځینو استول شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې په تورخم کې ځایي طالب چارواکي سوداګرو او د لویو موټرو چلوونکو ته خبرداری ورکوي چې له صفري نقطې لیرې او په توکو بار موټرې بیرته شاته کړي.

ځایي سوداګر چې له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته د سوداګرۍ او د توکو د وړلو او راوړلو کاروبار کوي، وایي چې له تیرې ورځې راهیسې یې په میلیونونو افغانیو تاوان کړی دی او که د لارې بندیدو بندیز لا هم دوام کوي نو دا تاون به یې دوه چندو شي.

تورخم کې جګړه؛ د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه ورکول کیږي

 

 په تورخم کې یو ځایي سوداګر چې نه غواړي نوم یې په ډاکه شي، له دویچه ویله سره خبرو کې وویل چې له تیرې ورځې راهیسې یې د غاړې دواړو خواوو ته ۳۲ په توکو بار لارۍ ولاړې دي:« زما د توکو ۳۲ لارۍ چې پکې خوراکي توکي، درمل او نور وسایل شامل دي، له تیرې ورځې راهیسې د کرښې هغې غاړې ته ولاړې دي. ما دا مال له پاکستان او هند راوړی وو او غوښتل مې د افغانستان شمال ته یې یوسم خو اوس هر څه په ټپه ودرېدل. طالبانو موږ ته ویلي وو چې خپل مالونه د وږې یا سنبلې تر ۱۹ نېټې له سالنګ تیر کړو ځکه چې وروسته دغه لاره بندیږي نو که لاره په وخت خلاصه نه شي نو موږ به غرق شو.»

له افغانستان څخه په واردیدونکو توکو کې پر نورو سربیره تازه میوه او سبزیجات هم وي چې د ګرمې په دې موسم کې یې د ژر خرابیدو امکان هم ډیر وي.

«د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ لاسخت شوی»

په تورخم کې ځایي لارۍ چلوونکی حیدر چې له تیرې ورځې راهیسې یې په توکو بار موټر د تورخم دې غاړې ته ولاړ دی، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې طالبانو ځایي خلک، موټر چلوونکي او ټول کاروباریان تیره ورځ له تورخم صفري نقطې وویستل او دوی نه پوهېږي چې لاره به کله خلاصه شي: « موږ ته [طالبانو] تیره ورځ وویل چې موټرې مو شاته یوسئ او نن یې هم ګڼ شمېر خلک له دغه ځایه وویستل. د موټرو ګڼه ګوڼه دومره زیاته ده چې له تورخم تر غازي امان الله خان پارک پورې رسېدلي دي او په دې هم نه پوهېږو چې د دا ډول ساحې خلاصول څه معنی لري.»

خو په ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي وایي چې له پاکستاني اړخ سره په خبرو بوخت دي او له یوې موافقې وروسته به لاره خلاصه او سوداګریزو موټرو او کاروباریانو ته به د عادي تګ راتګ اجازه ورکول شي.

تورخم دروازه په محدود ډول پرانستل شوه

 

د ننګرهار له پاره د طالبانو ولایتي ویاند قریشي بدلون له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې جګړه په بشپړ ډول درېدلې او له پاکستاني اړخ سره یې نن سهار خبرې هم کړي خو کومې موافقې ته نه دي رسېدلي: « زموږ امنیتي او ولایتي چارواکو نن له پاکستاني اړخ سره خبرې کړي خو کومې موافقې ته ونه رسېدو. لاره به تر هغې بنده وي چې دواړه لوري کومې پرېکړې ته نه وي رسېدلي. »

 د افغانستان او پاکستان د اړیکو مشر ضیاءالحق سرحدي له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر دې مهاله په سلګونه موټرې د کرښې دواړو غاړو ته ولاړې دي.

د تورخم لاره د دویمې ورځې لپاره وروسته له هغې وتړل شوه چې تیره ورځ د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ساعته جګړه وشوه او له امله یې د دواړو خواوو امنیتي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

د تورخم د تړل کيدو له کبله د خلکو شکايتونه