1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ لاسخت شوی»

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ تیر ۱, پنجشنبه

له تورخم او د افغانستان له نورو لارو څخه پاکستان ته تلونکي افغانان وايي چې دغه هيواد ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو څرک نه لګیږي. خو پاکستاني چارواکو تازه بیا څه ژمنې کړي؟

https://p.dw.com/p/4SwuF
آرشیف انځور: تورخم کې پاکستان ته اوښتونکي افغانان
آرشیف انځور: تورخم کې پاکستان ته اوښتونکي افغانانانځور: Gibran Peshimam/REUTERS

د شمېرو له مخې، هره ورځ یواځې د تورخم پر دروازه زرګونه افغانان پاکستان ته تګ راتګ کوي، چې په هغوی کې ناروغان، سوداګر او بهر ته تلونکي افغانان شامل دي.

افغانان وايي، پر سرحد له افغانانو سره ناوړه چلند او په سخته له پولې تېرېدل نوې خبره نه ده، خو له خلکو سره پوښتنه داده چې دا ستونزې به ترکله وي؟

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي عدنان دویچه ویله ته وویل، له ننګرهاره تر پېښوره یې په ډېرو سختیو ځان رسولی: «شخصاً زه په ډېر زحمت راغلی یم، یانې د ۲۰۰۰ افغانیو په ځای کې مې ۵۰۰۰ زره افغانۍ مصرف کړي او بیا پېښور ته رارسېدلی یم، باید د دې غم وخوړل شي چې له افغانانو سره ولې دا ظلم کیږي او دا به ترکومه وي؟»

«د تورخم په دروازه له افغانانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کیږي»
«د تورخم په دروازه له افغانانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کیږي»انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

عدنان چې غواړي د پاکستان له لارې سعودي عربستان ته سفر وکړي، زیاتوي چې د ستونزو او کړاوونو کیسه یواځې په تورخم کې نه ختمیږي، بلکې افغانان د پاکستان په ښارونو کې د کډوالۍ او سفر له قانوني اسنادو سربیره هم په ډار او وېره شپې او ورځې تيروي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

دا په داسي حال کې ده چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ تورخم دروازې ته ورغلې وه، څو حالت پخپله وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «حنا رباني کهر ته پر دې لاره د عامو خلکو تګ راتګ او د توکو لېږد را لېږد د ساده کولو او اسانه کولو په اړه معلومات ورکړل شول.»

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې کهر، غوښتنه وکړه چې له خلکو سره دې د اسانۍ او له درناوي ډک چلند وشي.

پر ژمنو بې باوري

خو پر دې لاره تلونکي افغانان په دغسې ژمنو بې باوره شوي. دوی وايي دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستاني چارواکو د غوره چلند ژمنې اوري.

د ننګرهار اوسیدونکي فریدالله دویچه ویله ته وویل: «ځورول له دواړو غاړو شته، که له هغې را اوړې هم په ډېره سختی او له دې لوري خو هسې هم سختي ده، د خلکو ګڼه ګوڼه ده، په پوله پراته ځواکونه او ملیشې د همدې له پاره بیروبار جوړوي چې له خلکو پیسې واخلي.»

«د ویزو او قانوني اسنادو په شتون کې هم ځورول کیږو»

دا یواځې هغه افغانان نه دي چې پاکستان ته د تګ او هلته د اوسېدو قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستاني پولیسو له چلند سره مخ دي، بلکې اسناد لرونکي هم شکایت کوي.

فریدالله چې په دې وروستیو کې پېښور ته په ویزه او پاسپورټ ته تللی ؤ، وویل: «که ته په قانوني ویزه او پاسپورټ هم واوړې، هاغاړه چې واوښتې هلته ملېشې والا ولاړ دي، غږ درباندې وکړي، پاسپورټ درڅخه واخلي، بیا یې که سل درڅخه واخېستې او یا هم زر..»

اړوند مطالب:پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غبرګونونه را پارولي

د بخښنې نړېوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې په پاکستان کې له  افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

په دې وروستیو کې رپوټونه خپاره شوي دي چې په پاکستان کې د افغانانو ځورونې او خپلسرې نېونې ډېرې شوي چې دا خبره په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت هم تایید کړې ده.

په اسلام آباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب څو ورځې وړاندې په یوه ویډیويي پيغام کې وویل چې پاکستاني پولیس په بیلابیلو بهانو افغانان نیسي او ځوروي یې.