1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د ترکيې پارلمان په ناټو کي د سويډن غړيتوب تائيد کړ

۱۴۰۲ بهمن ۴, چهارشنبه

د ترکیې تر موافقې وروسته هنګري وروستی هيواد دی چې په ناټو کې د سويډن د غړیتوب په مخکې خنډ دی. د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن دغړیتوب لایحه تصویب کړه.

https://p.dw.com/p/4bcX8

د دې هېواد د ولسمشر رجب طیب اردغان له لاسلیک وروسته به دا لایحه نافذه شي او هنګري به د ناټو یوازینی غړی هیواد پاتې شي چې د سویډن غړیتوب یې لا نه دی تصویب کړی.

اردوغان له دې وړاندې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب مخالفت کړی وو، او په ناټو کې يې د دغه سکاندیناوی هیواد غړیتوب له شک سره مخامخ کړی وو، خو تېر اوړی له خپل دريځه بيرته واوښت او اجازه يې ورکړه.

سویډن د ناټو غړیتوب ته یو ګام نور هم نږدې شو

دترکیې پارلمان پرون د سویډن د غړیتوب له پاره په خپله غونډه کې ۲۸۷ موافقې، ۵۵ مخالفې او څلور ممتنع رایې وکارولې.

د سویډن لومړي وزیر اولف کریستینسن پر خپله ایکس‌ (پخوانی تويتر) پاڼه په یوه بیان کې لیکلي: «په دې سره سویډن هېواد د ناټو پوره غړیتوب ته یو بل ګام هم ورنږدې شو»

اولف کریستینسن د دې پریکړې هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی دی.

دناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم په ناټو کې د سویډن د شامليدو له پاره د ترکیې د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي يې دي چې دی باور لري چې هنګري به هم په نږدې وختونو کې ورته پرېکړه وکړي.

د جرمني حکومت هم ویلي دي چې په ناټو کې دسویډن د غړیتوب په اړه د ترکیې د پارلمان تصویب «یوه مهمه او سمه پریکړه ده».

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هیبسټریټ ویلي دي، چې جرمني هیله لري چې په ناټو کې د اروپایي هېوادونو د غړیتوب پروسه په چټکۍ سره بشپړه شي.

هغه ویلي دي چې د سویډن غړیتوب به لکه د فنلنډ چې لا له وړاندې د ناټو برخه شوی، دغه سازمان نور هم پیاوړی کړي.

امریکا هم د دغه اقدام ستاینه کړې ده. د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پر خپله ایکس یا ټویټر پاڼه لیکلي:« موږ د ترکیې د پارلمان د دغه اقدام هرکلی کوو چې پهناټوکې د سویډن د غړیتوب له پاره یې غوښتنلیک تصویب کړ.»

دوی همدا راز ویلي دي چې سویډن به دا سازمان لا پیاوړی او خوندي کړي.

هنګري تر اوسه د سویډن غړیتوب نه دی تایید کړی

سویډن او فنلنډ په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغل په ځواب کې له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه.

فنلنډ د تیر کال په اپریل کې د لویدیځ نظامي اتحاد «ناټو» سره یوځای شو. ترکیې او هنګري هېوادونو په دغه سازمان کې د سویډن د غړیتوب تائید رد او ویټو کړ.

په دغه سازمان کې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو له پاره باید د سازمان ټول غړي مثبه رایه ورکړي.

اردوغان د دغه پرېکړې په بدل کې پر سویډن فشار راوړو چې په ستاکهولم کې میشتو کردي ډلو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي چې انقره یې د ترهګرو په توګه معرفي کوي.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د سه شنبې په ورځ خپل سویډني سیال ته د دغه غړیتوب د خبرو له پاره بوداپست ته بلنه ورکړه.