1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفنلنډ

ترکیې په ناټو کې د فنلنډ غړيتوب غوښتنلیک تصويب کړ

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

تر هغه وروسته چې د ترکیې ولسمشر په ناټو کې د فنلنډ د شاملولو په اړه څو مياشتنۍ شخړې او بحثونه پای ته ورسول، د دغه هېواد پارلمان په ناټو کې د فنلنډ له شامليدو څخه ملاتړ اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/4PYZ5
انقره: د ترکیې پارلمان
انقره: د ترکیې پارلمانانځور: Hakan Nural/AA/picture alliance

د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د شمالي اتلانتیک په دفاعي تړون ناټو کې د فنلنډ د شامليدو غوښتنليک تصويب کړ. د ترکیې له خوا له تائيد کيدو سره د ناټو ۳۰ غړي په دغه دفاعي تړون کې د فنلنډ له شامليدو سره موافق دي او په دې لاره کې نور خنډ وجود نه لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د روانې میلادي مياشتې په پېل کې تر څو مياشتنو مذاکراتو وروسته د فنلنډ له نوماندۍ ملاتړ وکړ. په پارلمان کې د ترکیې د برحاله گوند استازي عاکف چاگاتای قيليچ د رای اچونې تر مخه وويل: «نن، مازيگر موږ له فنلنډ سره کړې ژمنه عملي کوو.»

اړونده موضوع: په ناټو کي د فنلندد او سوېډن د غړي کیدو پروسه پېل سوه

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ د ترکیې له خوا د فنلنډ د غړيتوب له تصويبولو څخه هرکلی وکړ او ویې ويل چې دا کار به د ناټو پوځي ائتلاف «لا پسې پیاوړی او امن» کړي.

فنلند چې له روسیې سره ۱۳۰۰ کيلومتره اوږده شريکه پوله لري، اوس د ناټو د ۳۱ غړي په توگه په دې ائتلاف له شامليدو يوازې يو څو تشریفاتي گامونه واټن لري.  چارواکي انتظار لري چې دا بهير به د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې بشپړ شي.

ناټو ته د رسېدو سخته لاره

فنلنډ او سويډن تېر کال پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته، له دې ويرې چې په عين برخليک اخته نه شي، د هر ډول نظامي ژمنتيا څخه د ځان د ساتلو خپل پخوانی دريځ يوې خوا ته کيښود او د ۲۰۲۲م کال په می مياشت کې یې په ناټو کې د غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړ.

ترکیې ته د فنلند د ولسمشر سفر
ترکیې ته د فنلند د ولسمشر سفرانځور: Emin Sansar/AA/picture alliance

په ناټو کې د يوه نوي غړي شامليدل د ټولو غړيو هېوادونو اجماع ته اړتيا لري. د سويډن غوښتنليک اوس هم د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا ځينو امنيتي مسايلو د ارزولو له کبله متوقف دی.

هنگري هم تېره اونۍ په ناټو کې د فنلنډ د شامليدو غوښتنه ومنله خو د دغه هېواد په پارلمان کې د سويډن په اړه رای اچونه لا نه ده ترسره شوې.

اړونده موضوع: اردوغان بيا په ناټو کې د سويډن او فينلنډ غړيتوب د مخنيوي ګواښ وکړ

د هنگري د لومړي وزیر ويکتور اوربان وياند د چهار شنبې په ورځ وويل چې له سويډن څخه یې غوښتنه کړې چې «فضا مناسبه» او د «شکايتونو پيټي» ته رسېدگي وکړي څو یې د هنگري پارلمان غوښتنليک تصويب کړي.

سويډن هيله من دی

د سويډن د بهرنيو چارو وزير توبياس بيلستروم تېره اونۍ ويلي ول چې «دا يوه منل شوې خبره ده» چې هېواد به یې په جولای میاشت کې په ويلنيوس کې د ناټو تر غونډې پورې د دې ائتلاف غړی وي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د هېواد ملي خبري آژانس «ټي ټي» ته وويل چې د هنگري د حکومت وروستيو څرگندونو ته په پام سره هغه بايد خپلو خبرو ته تغیر ورکړي. هغه زياته کړه: «زما په نظر به په دې ترڅ کې د «اميد لرلو» کليمه کارول ښه وي.»