1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بريتانيا غواړي د انترنتي شرکتونو په مرسته مهاجرت محدود کړي

۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبه

د بريتانيې حکومت د خپلو جنايي ادارو او انترنتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ اعلان وکړ. هدف يې د مانش يا انګليس کانال له لارې بريتانیا ته د کډوالو د پورې وتلو مخنيوی بلل شوی.

https://p.dw.com/p/4Up7N
Symbolbild I Flucht und Migration
انځور: Ben Stansall/AFP

لومړي وزير ريشي سوناک د شنبې په ورځ وويل »څو کښتۍ ودرول شي، بايد د کرکجنو انساني قاچاقچيانو د کاروبار سرچينه وچه کړو.«

د هغه په اند، دا په دې معنی ده چې »د هغوی د هڅو پرضد لا سخت اقدام وکړو چې انسانان دغو غيرقانوني سفرونو ته جذب نه کړي.«

ورته نور ولولئ: محکمه: له بريتانيا څخه روانډا ته د کډوالو ليږل غير قانوني دي

د بريتانيا د جنايي پوليسو د ادارې ان سي ای او د مېتا، ټيک ټاک او ايکس په څېر انترنتي شرکتونو ترمنځ همکاري د دې هدف لري چې په خواله رسنيو کې داسې محتويات وموندل شي چې د انسانانو په قاچاق پورې اړه لري، مثلا داسې وړانديزونه چې د جعلي اسنادو، ډله يز تخفيف يا د خوندي سفر د ژمنو په برخه کې خپريږي. د سونک محافظه کار حکومت په وړو بېړيو کې د فرانسې له شمال څخه د انګليس کانال له لارې د خطرناکو سفرونو د مخنيوي ژمنه کړې ده، خو تر اوسه بريالی شوی نه دی. 

په بلجيم کي د مهاجرو غير قانوني تم ځای

د دې حکومت ناندرئيز پلان چې ناقانونه کډوال روانډا ته اخراج کړي، د محکمو له خوا رد شوی دی. د انګلستان په جنوب کې په يوه ستره کښتۍ کې د کډوالو ځای پر ځای کول څو د استوګنې لګښتونه راکم شي، هم ځنډول شوي دي.

ورته نور ولولئ: فرانسه او بریتانیا د مهاجرت په برخه کې کومې موافقې ته رسیدلي؟

قانوني او غيرقانوني کډوالي د ډېرې مودې راهيسې په بريتانيا کې يوه جنجالي او ناندرئيزه موضوع ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د برکزيټ رفرنډم يوه مرکزي سکالو هم وه. په ۲۰۲۲م کال کې له ۴۵ زرو ډېر خلک د انګلستان جنوبي ساحل ته په وړو کښتيو کې ورسېدل چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالی دی. تېره مياشت د سوناک حکومت داسې ناندرئيز قانون تصويب کړ چې ملګرو ملتونو ورباندې نيوکه وکړه. د دغه قانون له مخې ټولو غيرقانوني کډوالو ته د پناه حق نه ورکول کيږي.

ای اف پي/ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم: