1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د ايران پر فضا ډرونونه ليدل شوي؛ هوايي دفاع پرې ډزي کړي

۱۴۰۳ فروردین ۳۱, جمعه

د راپورونو له مخي د جمعې په ورځ سهار وختي د ايران اصفهان ښار ته نژدې په آسمان کې د ډرونونو تر تشخیص وروسته دافع هوا ډزې کړي دي. په یاده سیمه کې د ايران د هوايي دفاع تر ټولو ستره اډه او اټومي تاسیسات واقع دي.

https://p.dw.com/p/4exHT
د ایران د روسيې ساخت دغه اس-۳۰۰ په څېر دافع هوا سیستم، روانه اوونۍ په یو پوځي پريټ کې وښودل شو
د ایران د روسيې ساخت دغه اس-۳۰۰ په څېر دافع هوا سیستم، روانه اوونۍ په یو پوځي پريټ کې وښودل شوانځور: Vahid Salemi/AP/dpa/picture alliance

د ايران دولتي تلويزیون رپوټ ورکړی دی چې په څو ولايتونو کې په فضا کې د ډرونونو د موجوديت له خبر سره سم دافع هوا ډزې کړي دي.

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، دا روښانه نه ده چې آيا پر ایران باندي حمله شوې ده، ځکه چې هيڅ ایراني چارواکي هم په مستقيمه توګه د حملې امکان نه دی منلی او د اسرائيل پوځ هم په دې هکله پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. اما پر اسرائيل د ايران د شنبې ورځې حملې راهیسې او همدرانګه په سوريه کې د ایران پر سفارت حمله او په غزې تړانګه کې د اسرائيل او حماس تر منځ روانې جګړې ته په کتو، په سیمه کې د وضعیت په هکله اندېښنې پر خپل حال ډېري دي.

امریکايي چارواکو هم د ایران د جمعې ورځې وختي پېښې په هکله له نظر ورکولو ډډه کړې ده، خو امریکايي رسنيو بیا د امريکايي چارواکو له قوله چې نومونه ېې نه دي افشا کړي ويلي دي چې اسرائيل حمله کړې ده. نیويارک ټايمز وايي اسرائيلي چارواکو چې نومونه ېې نه دي ښودلي، د حملې ادعا کړې ده.

د ایران دولتي خبري آژانس ايرنا، رپوټ ورکړی دی چې د ایران هوايي دفاع د اصفهان له سترې پوځې اډې څخه ډزې کړي دي.

د ايران دولتي تلويزیون رپوټ ورکړی دی چې په څو ولايتونو کې په فضا کې د ډرونونو د موجوديت له خبر سره سم دافع هوا ډزې کړي دي
د ايران دولتي تلويزیون رپوټ ورکړی دی چې په څو ولايتونو کې په فضا کې د ډرونونو د موجوديت له خبر سره سم دافع هوا ډزې کړي ديانځور: Hossein Beris/Middle East Images/IMAGO

د تسنیم په نوم ایراني خبري آژانس بیا د خپل يو خبريال ويډيو خپره کړې ده. خبريال ويلي دي چې هغه د اصفهان زردنجان سیمه ته نژدې وو چېرته چې د ایران د «اتومي انرژۍ غر» واقع دی. په دغه وېډيو کې د هوايي وسلو ضد د دوو ګوليو موقعیتونه ښودل کيږي. د دغې ويډيو جزئيات، په اصفهان کې د ایران د یورانیمو د تبديلۍ له تاسیسات سره مطابقت لري.

خبريال وايي: «موږ د سهار پر ۴ بجو او ۴۵ دقیقو د ډزو غږونه واورېدل. کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې، دا د هوايي دفاع [ځواکونه] دي. دغه کس چې تاسو ېې دلته وينۍ او همدارنګه هاخوا ته هغه نور.»

دغه راز د پوځ یو ځايي قوماندان، جنرال سیاوش میهن دوست، د ایران دولتي تلويزیون ته وويل چې پېښې د اصفهان په شاوخوا کې «کوم زیان» نه دی اړولي.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې یو ویاند، حسین دلیريان، پر ټولنیزي شبکې اکس ويلي دي چې یو شمېر کوچنۍ «کوادکوپټر» ډوله ډرون ويشتل شوي دي.

په اصفهان کې د ایران دولتي تلویزيون هم په خپل یو ژوندي رپوټ کې عین معلومات ورکړي دي. په رپوټ کې ويل شوي: «ګڼ شمېر کوچني ډرونونه د اصفهان په آسمان کې د پرواز په حال کې ول چې وېشتل شوي دي.»

د جمعې د ورځي سهار وختي پېښې په منځني ختيځ کې د بحران د زياتيدو اندېښنې زياتي کړي دي
د جمعې د ورځي سهار وختي پېښې په منځني ختيځ کې د بحران د زياتيدو اندېښنې زياتي کړي ديانځور: Fatemeh Bahrami/Anadolu/picture alliance

په ورته وخت کې په عراق کې چيري چې ځيني د ایران له ملاتړه برخمني وسله والي ډلي موجودي دي، د بغداد ځايي اوسيدونکو ويلي دي چې د چاودنو غږونه ېې اوريدلي دي، خو زیاته کړې ېې ده چې په سملاسي توګه د ډزو علت روښانه نه دی.

د جمعې د ورځي سهار وختي پېښې په منځني ختيځ کې د بحران د زياتيدو اندېښنې زياتي کړي دي. په دغه سيمه کې د یمن حوثي یاغیان چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، په غزه کې د جګړې په خاطر په سره سمندرګي کې پر کښتیو حملې کوي.

په سیمه کې د بریتانیا د سلطني سمندري ځواکونو د تجارتي عملیاتو مرکز، په سیمه کې کښتیو ته خبرداری ورکړی دی چې دوی کیدای شي په آسمان کې ډېر ډرونونه له لېدو سره مخ شي.

خو سرچېنې ليکلي چې «تر اوسه داسې نښې نښانې نه دي ليدل شوي چې پر کومې تجارتي کښتۍ دې حمله وشي.»

(AP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل