1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان طالبانو د تورخم پولې پر تړل کېدو نيوکه کړې

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

افغان طالبانو له پاکستان سره د عمومي پولې پر تړل کېدو نيوکه کړې ځکه چې په خبره يې سوداګرو او مسافرو ته یې درانه تاوانونه اړوي. پر دغه کرښه د اوونۍ پيل کې نښته شوې وه.

https://p.dw.com/p/4W9mU
د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله، تورخم
د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله، تورخمانځور: Gibran Peshimam/REUTERS

د تورخم پوله د سه شنبې په ورځ د پاکستاني او افغان طالبانو د ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته وتړل شوه. د طالبانو ترکنترول لاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ماښام په يوه بيان کې ليکلي چې «د افغانستان اسلامي امارت د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنيتي ځواکونو د پاکستاني لوري له خوا د ډزو پيلول د ښه ګاونډيتوب خلاف بولي.»

په بيان کې راغلي چې پېښه هغه مهال ونښته چې پاکستاني امنيتي ځواکونو د افغاني طالبانو پر ځواکونو ډزې پيل کړې کله چې دوی پولې ته څېرمه يوه زړه امنيتي پوسته بېرته رغوله. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سمدلاسه پوښتنو ته ځواب نه دی ويلي.

په سلګونو لارۍ چې په توکو بار دي، درول شوي او سوداګرو شکايت کړی چې کاروبارونه يې تر اغېز لاندې راغلي دي. په بيان کې ويل شوي چې »د تورخم دروازې تړل  په پاتېدونکي ډول پر دوه اړخيز او سيمه يز تجارت باندې اغېز لرلی شي او د دواړو لورو سوداګرو ته تجارتي او مالي زيانونه اړولی شي.«

دا هم ويل شوي چې د کرښې دواړو لورو ته ډېر مسافر بند پاتې شوي دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته پوله ۲۶۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري چې د لسيزو راهيسې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ناندرئيو يوه اصلي موضوع ده.