1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آستراليا د افغانستان سره د کړېکټ لوبې وځنډولې

۱۴۰۲ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د آستراليا د کرېکټ ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ وويل چې د افغانستان سره د شل اوريزو نړیوالو سياليو لوبې يې ځنډولي دي. وجه يې په افغانستان کې د مېرمنو سره د اوسنيو واکمنانو «د نه منلو وړ» چلن بللی دی.

https://p.dw.com/p/4dsxD
ICC Cricket World Cup 2023 - Australia v Afghanistan
د 2023 کال د نړيوال جام په يوه لوبه کې افغان او آستراليايي لوبغاړيانځور: FRANCIS MASCARENHAS/REUTERS

د آستراليا د کرېکټ بورد «کرېکټ آستراليا» ويلي چې داسې معلومات يې ترلاسه کړي دي چې «په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو لپاره شرايط د لا خرابېدو په حال کې دي» او له دې کبله يې هغو درېو لوبو  چې د اګست د مياشتې لپاره پلان شوې وې، د «ځنډولو» پريکړه کړې ده .

د کرېکټ لوبه په افغانستان کې زښت زيات مينه وال لري او په دغه هيواد کې په تدريج سره د کرېکټ د کتونکو شمېر زيات شوی دی. د دغې لوبې سره مينه او لېوالتيا د هغه وروسته لا زياته شوې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې په نړيوالو لوبو کې په بيلو سياليو کې ښه پايلې ولرلې.

خو د طالبانو په واکمنۍ کې له لوبو څخه په بشپړه توګه مېرمنې او نجونې ليرې ساتل کيږي.

کرېکټ آستراليا ويلي دي چې دريځ يې دا دی چې «په ټوله نړۍ کې په کرېکټ کې د مېرمنو او نجونو د برخه اخيستنې لپاره قوي مبارزه او ملاتړ» ته اړتيا شته.

د لوبو ځنډولو دريم ځل

له ۲۰۲۱ کال راهيسې دا دريم ځل دی چې د آستراليا د کرېکټ لوبډله ډه ډه کوي چې د نړيوالو سياليو څخه دباندې لوبو کې د افغانستان د لوبډلې سره لوبه وکړي. آستراليا کرېکټ په لومړي ځل د ۲۰۲۱ کال په نوامبر مياشته کې د افغانستان سره د يوې ټسټ لوبې له ترسره کولو انکار وکړ. هغه وخت څو مياشتې مخکې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي ول. هغه وخت د نورو ترڅنگ د افغان لوبغاړي نوين الحق لخوا په ښکاره پر دغه پرېکړه نيوکې شوي وې.

د آستراليا د کرېکټ لوبډله همدا راز په ۲۰۲۳ کال کې هم د افغانستان سره په عربي اماراتو کې د پلان شوو  يو ورځنيو سياليو څخه پر شا شوه.

طالبان په ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په کابل کې بيا واک ته ورسېدل او يو عبوري حکومت یې رامنځته کړ او اعلان يې وکړ چې دغه حکومت به د شريعت په رڼا کې کار کوي. د هغه راهيسې نجونې او مېرمنې د تعليم او تحصيل تر څنګ د ژوند له ډېرو نورو اړخونو څخه ليري ساتل شوي او ورباندې محدوديتونو لګول شوي دي.

آ./ا.ا./ب.ص.

پر وخت موضوع زموږ له آرشيف (05.03.2014) څخه يو انځوريز البوم: