1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: استرالیا د نوين الحق په ځواب کې څه ويلي؟

۱۴۰۲ آبان ۱۵, دوشنبه

د استراليا د کریکټ ستوري، ستيف سميت، ويلي چې په نړېوال جام کې له افغانستان سره د دوی د ټيم د لوبېدو په اړه تصمیم نیول ېې له صلاحیته پورته خبره ده. افغان لوبغاړي نوين الحق ويلي استرالیا به دا ځل له افغان ټیم سره څه کوي.

https://p.dw.com/p/4YSkl
Cricket Afghanistan Naveen ul-Haq
انځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

خبره د افغانستان او استرالیا تر منځ له هغو درو یو ورځنې نړېوالو لوبو څخه راپيليږي چې استرالیا پر افغان ښځو د طالبانود اعلان شوو محدودیتونو په دليل لغوه کړې ول. پر افغان ښځود طالبانو له خوا په اعلان شوو محدودیتونو کې د کار او زدکړو تر څنګ د ښځو پر کریکټ بندیز هم شامل دی.

افغانستان او استرالیا په هندوستان کې د کریکټ پنځوس اوریز روان نړېوال جام په ترڅ کې سبا سه شنبه، د نومبر ۷مه په ممبي کې له یو بل سره مخ کیږي.

تر دغې لوبې دمخه د افغانستان د کریکټ ټيم تېز توپ اچونکي، نوين الحق، دغې مسئلې ته په اشارې وويل چې اوس به وکتل شي چې استرالیا له افغانستان سره د لوبې په اړه څه تصمیم نیسي.

نوین الحق پر انستاګرام لیکلي: «د دوه اړخیزو لوبو لړۍ په لغوه کولو به اوس دا په زړه پوري وي چې وکتل شي د استراليا کریکټ پر معيارونو او بشري حقونو دريږي او که دوه پاينټونه غواړي.»

د آرشیف انځور - افغان لوبغاړی نوین الحق او د استرالیا ساتونکی بکستر هلت د ۲۰۱۸م کال په یوه لوبه کې
د آرشیف انځور - افغان لوبغاړی نوین الحق او د استرالیا ساتونکی بکستر هلت د ۲۰۱۸م کال په یوه لوبه کېانځور: Marty Melville/AFP/Getty Images

د استراليا د کریکټ پخواني کپتان، سټيف سميت، تر دغې لوبې مخکې د ممبي په وانکهید لوبغالي کې یو خبري کنفرانس ته وويل چې «موږ په وروستيو کې په خپل کور د شل اوريز نړېوال جام په ترڅ کې افغانستان سره ولوبېدو او موږ به سبا (سه شنبه) هم لوبه کوو.» سميت زیاته کړه: «له همدې کبله دا زما له پاره د پوښتنې وړ خبره نه ده، دا زما له صلاحیت څخه پورته خبره ده.»

څه موده وړاندې د استرالیا د کریکټ یو ویاند استراليايي رسنۍ (نیوز کورپ استرالیا) ته ويلي ول: «وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو پر حقونو لا ډېر محدودیتونه ولګول چې په هغو کې د ښځو تعلیم، کار، پارکونو او سپورتي کلبونو ته

تلل شامل دي، د استرالیا کریکټ (CA) تصمیم ونیوه چې په مارچ میاشت کې افغانستان سره درې یو ورځنۍ نړېوالې لوبې ونه کړي.» 

ستیف سمیت وايي د لغوه شوو او د نړېوال جام سیالۍ سره توپېر لري: «افغانستان سره دوه اړخیزې سيالۍ چې د استرالیا کریکټ تر کنټرول لاندې ترسره کيږي، د کريکټ نړېوال جام سياليو سره توپير لري کومې چې د آی سي سي (د کریکټ نړېوالې شورا) د مقرراتو تابع دي.»

د سه شنبې ورځې لوبه د دواړو ټيمونه له پاره خورا مهمه ده. دواړه ټیمونه سیمي فاینل ته د وتلو له پاره د سیالو لوبډلو ماتولو ته اړتیا لري. افغانستان او استرالیا هر یو تر اوسه د خپلو ۹ لوبو څخه ۷ لوبې کړې. افغانستان له ۷ لوبو  ۴ او استراليا بیا ۵ ګټلي دي. استرالیا دا وخت د روان جام د لسو ټيمونو په نوملړ کې په دریم او افغانستان په شپږم ځای کې دی.

mks/bs/(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل