د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې بریالي نوماند نوازشریف، د دوشنبې په ورځ پر پاکستاني طالبانو باندې د سولې د خبرو اترو غږ وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د سولې خبرو اترو له پاره مشخص او سخت شرایط ټاکلي دي.
افغان سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو د افغانستان په سویل کې د هلمند پر یوې ولسوالۍ باندې پراخه او همغږی شوی برید کړی دی. د رپوټونو په حواله په دغه برید کې ۲۶ طالبان او څلور تنه پولیس وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، څلور کسان یې نیولي دي چې غوښتل یې څو تنه قاضیان ترور کړي. نیول شویو کسانو له ځان سره د هغو قاضیانو نومونه هم لرل چې غوښتل یې هغوی ووژني. ویل کیږي چې دغو قاضیانو د یو شمیر طالبانو دوسیې څیړلې.
د میانمار یا پخوانۍ برما ولسمشر تین سین، ته په متحده ایالاتو کې د بارک اوباما له خوا په رسمي ډول هرکلی وویل شو. دا په وروستیو ۵۰ کلونو کې متحده ایالاتو ته د برما د یوه دولتي مشر لومړی رسمي سفر دی.
ټاکل شوې ده چې افغان حکومت ډیر ژر د انترنتي خدمتونو د خونديتوب ملي کړنلاره پلي کړي. افغان چارواکو ویلي چې د دغې کړنلارې له پلي کېدو سره به هیڅ څوک و نه شي کولای چې د یوه بل وګړي له انترنتي حریم څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
د بغلان د ولايتي شورا رئيس او ۱۴ تنه نور په پلخمري کي د ولايتي شورا ودانۍ مخ ته په يوه ځانمرگي بريد کي ووژل سول. په افغانستان کي د يوې اوونۍ په جريان کي دا دريم ځانمرگی بريد دي چي سخته مرگ ژوبله اړوي.
د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو ادبياتو څانگي له خوا د پېژندل سوي فولکلوريست، ليکوال او شاعر محمد گل نوري څلوېښتمه تلينه ولمانځل سوه.
د مصر سیاسي شخړو، مذهبي نښتو او اقتصادي خراب حالت ته په کتو سره، داسې ښکاري چې د ديموکراسۍ پر خوا د دغه هیواد خوځښت اوس له خنډونو سره مخامخ شوی دی.
د چین لومړی وزیر هندوستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي چې غواړي له دغه هیواد سره دوې اړخیزي اقتصادي اړیکي لا پسي پراخي کړي. ښايي سرحدي شخړې او اقتصادي اړیکې له هندي مشرانو سره د کي چيانگ، د خبرو د اجندا په سر کې وي.
د نړۍ لوی ښارونه د پراخیدو په حال کې دي. په دغو ښارونو کې د بې وزلۍ او بډايني ښکاره بیلگې لیدل کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې طالبانو په پاکستان کې خپلي مدرسې تړلې دي او افغانستان ته یې خپل ډیر شمیر جنگیالي را استولي دي. د پاکستان په دیني مدرسو کې په زرونو طالبان ديني زده کړي کوي.
افغان ولسمشر حامد کرزی د يوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ هند ته سفر وکړ. دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښه له وروستۍ خونړۍ پيښي څخه ډير وخت نه تيريږي.
شل کلنې، اميلي د فورېست د «اونلي تير دروپس» يا «يوازې اوښکې» په نوم د سندرې په ويلو سره د «يورو ويژن» سندريزې سياله يوړله. په دې ترتيب دنمارک په دريم ځل د سندرو دغه سيالي وګټله.
د افغان ولسمشر ویاند ویلي دي چې کرزی به هند ته په خپل درې ورځني سفر کې له هند څخه د پوځي مرستو د ډیریدو غوښتنه وکړي او د پاکستان سره د پولې په سر وروستۍ نښتې به هم تر بحث لاندې ونیسي. (انځور له آرشیف څخه)
د اروپا سندریزه سیالي «یورو ویژن» ډنمارک وګټله. اذربایجان دویم او اوکراین دریم مقام خپل کړ
کارپوهان وايي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو پوځي اډې کيدای سي د مرکزي اسيا وضعيت ته گواښ پيښ کړي.
افغان کريکټ ملي لوبډله
يو شمېر موضوعات د انځور په ژبه
کرهنه او مالداري د اروپايي ټولنې د اقتصادي پلانگذاري بنسټ جوړوي. سربیره پر دې هم د اروپا اقتثصاد اوس د بدلون په حال کې دی.