1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۵۵۰ آلمان د اسلامي حکومت تر څنگ جنگیږي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۲, یکشنبه

آلماني چارواکو ویلي دي چې هغوی پر دې خبره پوهیږي چې څومره آلمانیان د اسلامي دولت ترهگرې ډلې تر څنگ جگړه کوي. د دې هیواد له اساسي قانون څخه د ساتنې ادارې مشر په دې اړه د معلومات ورکولو پر مهال اندیښنه څرگنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/1DrmU
Kobane Gefechte IS 18.10.2014
انځور: picture alliance/abaca/Murat Kula

د آلمان له اساسي قانون څخه د ساتنې فدرالې ادارې مشر هنس کیورگ مارسن، د «ویت اوم زونتاک» له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د هغو آلمانیانو له ډلې څخه چې د اسلامي ډولت تر څنگ په جگړه بوخت دی تر اوسه پورې ۶۰ تنه یې وژل شوي دي.

ماسن زیاته کړې ده: «۵۵۰ تنه آلمانیان سوریې او عراق ته تللي دي. له اساسي قانون څخه د ساتنې اداره د دغې لوړې شمیرې په اړه اندیښنه لري. دغه شمیره په وروستیو شپږو اوونیو کې ډیره لوړه شوې ده.»

دغه آلماني چارواکي وویل چې د دغو کسانو له ډلې څخه ۶۰ تنه یې تر اوسه پورې په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړه: «شاوخوا ۶۰ تنه یې تر اوسه پورې یا وژل شوي دي او یا خو یې ځانمرگي بریدونه ترسره کړي دي. لږ تر لږه نهو تنو یې ځانمرگي بریدونه کړي دي.»

د هغو آلمانیانو له ډلې څخه چې له اسلامي ډولت سره یو ځای شوي دي شاوخوا ۱۸۰ تنه یې بیرته آلمان ته ستانه شوي. اوس پر دې باندې خبرې رواني دي چې له دغو کسانو سره باید څه وشي. خو آلماني چارواکو روښانه کړې ده چې هغوی پر ستنو شویو کسانو باندې ۲۴ ساعته څار نه کوي. د آلمان له اساسي قانون څخه د ساتنې ادارې مشر ویلي دي: «زموږ د محدودو منابعو او د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې موږ پر دغو کسانو باندې ۲۴ ساعته څارنه نه کوو، باید موږ په احتیاط سره مخکې ولاړ شو.»

کله چې له دغه آلماني چارواکي څخه پوښتنه وشوه چې ایا پر آلمان باندې هم د دغه شان بریدونو د ترسره کیدو امکان شته، هغه وویل: «موږ له امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، فرانسې او نور لویدیځو هیوادونو سره په یوې کښتۍ کې سپاره یو.

وضعیت ډیر اندیښمن کوونکی دی. خو موږ باید و نه ویریږو. خو د دې گواښ چې دلته دې هم دغه شان بریدونه ترسره کیدای شي شي موجود دی. دا روښانه ده چې موږ د دغو بریدونو د مخنیو له پاره هر څه کوو. خو باید سړی پر دې خبره هم پوه چې گواښ شته.»

په وروستیو وختونو کې القاعده او د اسلامي دولت ترهگرې ډلې د نویو کسانو او ملاتړ جذبولو پر سر یو له بل سر رقابت کوي. خو وروستي تحولات ښيي چې د اسلامي دولت ډله په دې رقابت کې مخکې ده او ډیر شمیر افراطي کسان له دې ترهگرې سره یوځای کیږي. اسلامي دولت د نویو کسانو د جذبولو له پاره ډیر وخت له ټولنیزو شبکو څخه کار اخلي. د آلمان له اساسي قانون څخه د ساتنې ادارې مشر وویل چې هڅه کوي په ټولنیزو شبکو کې دغه شان فعالیتونه د امکان تر حده پورې محدود کړي.

د اسلامي دولت ډلې په وروستیو وختونو کې د عراق او سوریې ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. دغه ډله تر خپل کنترول لاندې سیمو کې پر مذهبي لږکیو باندې بریدونه کوي. اوس د دغې ډلې د محدودولو او بیا له منځه وړلو په موخه د امریکا متحده ایالاتو په مشري یو نړیوال ایتلاف رامنځ ته شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب