1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۶ نوماند وزیران پارلمان ته معرفي شول

حسین سیرت۱۳۹۴ فروردین ۱۲, چهارشنبه

افغان حکومت ۱۶ نوماند وزیران د باور رایې د تر لاسه کولو له پاره پارلمان ته معرفي کړل. اوسمهال د ملي یووالي حکومت یوازې اته وزیران لري او باقي پاتې وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له لوري اداره کیږي.

https://p.dw.com/p/1F0ba
انځور: picture alliance / dpa

د کابینې په معرفي کولو کې ځنډ په افغانستان کې له زیاتو نیوکو سره مخامخ وو. له دې سره سره چې د ملي یووالی د حکومت له جوړیدو څخه شپږ میاشتې وخت تیریږي، لا تر اوسه هم کابینه بشپړه شوې نه ده او د افغانستان خلک له ډیرو سرگردایونو سره لاس او گریوان دي. ویل کیږي چې په وزارتونو کې پراختیایي بودجې په سم ډول نه تطبیقیږي او په دولتي ادارو کې د فساد د شتون په هکله هم اندیښنې شته.

دا دوهم وار دی چې حکومت ولسي جرگې ته افراد د نوماندانو وزیرانو په توگه ورپیژني. د دلو په میاشت کې ولسي جرگې ته د ورپيژندل شوو ۲۵ نوماندو وزیرانو څخه یوازې اته تنه یې د باور د رایې په تر لاسه کولو وتوانیدل.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د اپریل ۱) دغه ۱۶ نوماند وزیران د ولسي جرگې غړو ته معرفي کړل. سرور دانش د ولس له استازو څخه وغوښتل چې د بې قانونۍ د مخنیوي له پاره، دغو نوماندو وزیرانو ته د باور رایې ورکړي: «نن ورځ زموږ هیواد په سختو شرایطو کې قرار لري او د زیاتو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو. موږ په تیر یوه کال کې سخت شرایط شا ته پریښول او په نوي کال کې هم له نوو زیاتو ننگونو او ستونزو سره مخامخ یو.»

پارلمان ته په نوي معرفي شوو کسانو کې یوازې یو پخوانی کس دی او نور پنځلس معرفي شوي ټولې نوې څیري دي. د پارلمان استازي وایي چې نوي ورپیژندل شوي نوماند وزیران ښه وړتیاوې لري او په وینا یې زیاتره کسان د لیسانس او ماسترۍ تر کچې زده کړې لري خو ځیني د خپلو مسلکي رشتو خلاف وزارتونو ته نومول شوي دي.

په ولسي جرگه کې د بغلان د خلکو استازي محی الدین مهدي وویل: «د تیر ځل په پرتله لږ ښه دي. د هغو کسانو شمیر چې بهرني پاسپورټونه لري کم دی او د مسلک مطابق کسان هم ډیر دي.»

د عدلیې وزارت ته، عبدالبصیر انور
د پوهنې وزارت ته، اسد الله حنیف بلخي
د کرنې او اوبو لگولو وزارت ته، اسد الله ضمیر
د سوداگرۍ او صنایع وزارت ته، همایون رسا
د اقتصاد وزارت ته، عبدالستار مراد
د مخابراتو او تېکنالوژۍ وزارت ته، عبدالرازق وحیدي
د لوړو زده کړو وزارت ته، ډاکټره فریده مومند
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ته، عبدالباري جهاني
د انرژۍ او اوبو وزارت ته، عبدالاحمد عثماني
د فواید عامې وزارت ته، محمد بلیغ
د ښار جوړونې وزارت ته، سید سعادت منصور نادري
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته، گلاب منگل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته، نسرین اوریاخیل
د ترانسپورت او هوا نوردۍ وزارت ته، محمد الله بتاش
له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت ته، سلامت عظیمي او دلبر نظري د ښځو چارو وزارت ته نومول شوې ده.

په عین کې حال کې د ولسي جرگې یو شمیر استازو وویل چې د حکومت نا بشپړې شوې کابینې د خلکو ژوندانه او اقتصاد ته زیان اړولی او په وینا یې دا ځل هڅه کیږي چې نوماندو وزیرانو ته د باور رایې ورکړل شي. د ولسي جرگې یوې استازې نظیفه ذکي وویل: «هڅه کوو چې د کابینې د بشپړیدو له پاره باید دوی رایې واخلي او که چیرې وروسته کار و نه کړي په راتلونکو شپږو میاشتو کې استجواب او استیضاح شي. زه پر دې نظر یم چې ټولو نوماندو وزیرانو ته باید رایې ورکړو.»

که چیرې دغه ټول وزیران، په استثنا د دفاع وزارت څخه له ولسي جرگې رایې تر لاسه کړي نو ټول وزارتونه به له سرپرستو وزیرانو خلاص شي. حکومت ژمنه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ به د دفاع وزارت ته هم یو کس ونوموي.

د ارزگان ولایت استازې ریحانه آزاد وویل چې حکومت باید په لومړي سر کې د دفاع وزارت ته نوماند معرفي کړي وای: «زموږ پوښتنه دا ده چې دغه وزارت ډیر کلیدي او مهم دی، ولې حکومت هغې ته څوک نه دی نومولی. افغانستان د جنگ په حالت کې قرار لري او باید د دفاع وزیر ولري.»

د میرمن آزاد په وینا د حکومت په دننه کې د دفاع وزارت د نوماند پر سر چنه وهل وجود لري او په وینا یې له دې کبله دغه وزارت بې وزیره پاتې دی.
حسین سیرت