1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوو ورځپاڼو د پولیتزر جایزی ترلاسه کړې

شمس الرحمن ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

بریتانوۍ ورځپاڼې گارډین او امریکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ ته د خبریالۍ په برخه کې د «پولیتزر» په نامه جایزې ورکړل شوې. دغو ورځپاڼو ته نوموړې جایزه د متحده ایالاتو د جاسوسۍ پروگرامونو د افشا کولو له امله ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BiAM
انځور: picture-alliance/dpa

دغو دوو ورځپاڼو د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) د پخواني کارکوونکي ایډوارد سنودن له خوا د ورکړل شویو محرمو اسنادو پر اساس ډیر شمیر رپوټونه خپاره کړي ول.

د دغو محرمو اسنادو تر افشاء کیدو وروسته له داسې پټو پروگرامونو څخه پرده پورته شوه چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د اتباعو او نړیوالو سیاسي مشرانو جاسوسي کوي.

همدارنگه د امریکا متحده ایالاتو د «بوستن مراتون» یا د ځغاستې پر مهال د بمې بریدونو او تر هغې وروسته د دغې قضيي د جریان په هکله د بیړني خبر او د برید کوونکو د نیولو د رپوټونو له کبله د « بوستن گلوب» په نامه امریکايي ورځپاڼې ته د «پولیتزر فار بریکنگ نیوز» په نامه جایزه ورکړې ده. د پولیتزر جایزه د خبریالۍ، ادب او هنر په برخه کې د متحده ایالاتو معتبره جایزه شمیرل کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د جاسوسۍ د پروگرامونو په هکله د تازه رپوټو ورکولو له امله د نیویارک ټایمز او واشنگټن پوسټ ورځپاڼو ته د پولیتزر دوه دوه جایزې ورکړل شوي دي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې، د پروگرامونوپه هکله د گارډين ورځپاڼې له رپوټ لیکونکو څخه لارا پویتراس، وايي: «زما په اند دا یو ډیر ښه خبر دی. دا د سنودن له روحيې سره ژمنه ده، دا د هغه د زړورتوب او د هغه د هیلو تائيد دی چې پر اساس يي سنودن غوښتل ولس په دې پوه کړي چې حکومت څه کوي.»

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د « فریډم آف دي پریس فاونډیشن » یا د رسنیو د آزادۍ بنسټ له خوا د خپرې شوې یوې بیانيي په حواله لیکلي دي چې رسنیو ته د اېن اېس اې، په هکله د پروگرامونو د خپرولو له امله د جایزې ورکول د هر هغه چا مورال جگوې چې پر دې خبره باور ولري چې ولس په حکومت کې ونډه لري.

د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې پخوانی کارکوونکی، ایدوارد سنودن
د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې پخوانی کارکوونکی، ایدوارد سنودنانځور: Reuters

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي ایدوارد سنودن، د دغه هیواد د استخباراتي ادارو له څارنیز پروگرام څخه پرده پورته کړه، سنودن د امریکا له پاره په یوه مطلوب شخص بدل شو.

تر هغې وروسته چې سنودن، محرم اسناد د رسنیو په اختیار کې ورکړل، هانگ کانگ ته وتښتید او بیا وروسته یې د تیر کال د جون میاشتې کې مسکو ته پنا یوړه. دا چې له سنودن څخه په دغه وخت امریکایي تابعیت واخیستل شو هغه و نه شو کولای چې وړاندې سفر وکړي او د مسکو د هوایي ډگر په ترانزیتي برخه کې پاتې شو. د اگست په میاشت کې بیا روسیې سنودن، ته د یوه کال له پاره سیاسي پنا ورکړه.

د سنودن د افشاء گریو په ترڅ کې دا خبره هم په ډاگه شوه چې اېن اېس اې، د اروپايي سیاسي مشرانو جاسوسي هم کړي ده. دغه خبر په اروپایي هیوادونو کې د متحده ایالاتو پر ضد سخت غبرگونونه راوپارول.

تیر کال د اکتوبر میاشتې کې آلماني ورځپاڼو بلډ او د شپیگل مجلې هم د سنودن له لوري د افشا شوو معلوماو پر مټ رپوټ ورکړ چې اېن اېس اې، د آلمان د لومړۍ وزیرې انگلا میرکل، گرځنده تلیفوني مکالمو ته هم په پټه غوږ نیولی وو.