1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای سي داعش د آلمان د جمهورئيس د ترور قصد لاره

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

يوه افراطي عراقي چي په سويس کي ئې د يوه تروريستي مرکز د جوړولو پلان لاره، داسي ښکاري چي د آلمان د جمهور رئيس د ترور په تلاښ کي وو. د سويس قضايي ادارې اوس د دغه ۲۷ کلن د دوسيو په ارزولو اخته دي.

https://p.dw.com/p/1FVe9
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د سويس قضايي چارواکو اوس د هغو راپورونو په ارزونو لگيا دي چي د يوه افراطي عراقي په اړه ئې ليکلي دي. دغه ۲۷ کلن افراطي په ۲۰۱۴م کال کي نيول سوی دئ، او داسي ويل کيږي چي هغه د آلمان د جمهور رئيس يوآخيم گاوک د ترور پلان لاره.

د «برلينر مورگن پست» ورځپاڼي او «پرتال اينترنتي» «وستن» لیکلي دي، داسي احتمال سته چي دغه نیول سوی کس دي د داعش مهم غړی وي. د سويس قضايي ادارې اوس په دې اړه څېړني کوي.

دغه کس د ۲۰۱۴م کال د مارچ مياشتي پر ۲۱ نېټه د سويس په کانتون «شاف هاوزن» کي نيولی سوی دئ او پر هغه باندي دا تور دی چي خطرناکه چاودېدونکي مواد او زهرجن گازونه ورسره ول.

د سويس جزايي محکمې د دغه احتمالي تروريست له پاره له «اسلامي دولت» ډلي سره د همکارۍ په دليل د هغه د بندي کولو غوښتنه کړې ده.

داسي ويل کيږي چي دغه تورن کس د داعش او په آلمان، اتريش او بريتانيا کي د افرادو تر منځ اړيکي ټينگولې.

د رسنيو د راپورونو له مخي د سويس قضايي ادارې د تورن کس د انترنيتي اړيکو تر کتلو وروسته دې پايلي ته رسېدلي دي چي هغه په سويس کي د يوه تروريستي مرکز د جوړولو کوښښ کاوه. د راپورونو له مخي، داسي شواهد موجود دي چي وښيي هغه او دوو احتمالي همکارانو ئې د آلمان له پاره پلانونه جوړ کړي ول، چي په هغو کي «د آلمان پر پوځ يرغل او د يوآخيم گاوک ترور هم شامل ول.»

د سويس پوليسو د دغه نيول سوي کس په لاسي تليفون کي داسي جغرافيي نقشه پيدا کړې ده چي پکښې ځيني ځايونه نښاني سوي دي. په دغه نقشه کي په سوريه کي درې هغه ځايونه نښاني سوي دي چي داعش بريدونه ورباندي کړی، او درې نور ځايونه په آلمان کي سيمي ښيي: «يو پوځي روغتون، په مونشن کي د کيمياوي دارو جوړولو شرکت او په برلين کي بيل وو ماڼۍ چي د آلمان د جمهور رئيس کاري دفتر او استوگن ځای دئ.»

د سويس پوليسو په دې دليل چي د پوښتنو گروېږنو په جريان کي دي په دې اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي. دغه خبرونه د آلمان د قضايي کړيو له خوا رسنيو ته لار موندلې ده.

څه وخت مخکي د آلمان د کورني امنيت ادارې رئيس هانس گيورگ ماسن، په امنيتي کنفرانس کي په دغه هيواد کي د داعش له خطرونو او گواښونو څخه خبرداری ورکړی وو. ماسن ويلي ول چي د القاعدې او داعش ترمنځ سياليو د تروريستي زورزياتي خطرونه ډېر کړي دي.

ماسن ټينگار کړی وو چي آلمان به د افراطيانو له بريدونو څخه خوندي پاته نه سي: «القاعدې او داعش، آلمان دښمن بللی او پر دغه هيواد بريدونه په پام کي لري.»

د آلمان پارلمان د روان کال په فيبروري مياشت کي له افراطيانو سره د سخت چلن قانون تصويب کړ. د دغه قانون له مخي به د داعش پلويان او آلماني جهاديستان په لس کاله بند محکوم سي.