1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوردان د کوباني په جنگ کې برلاسه شوي دي

رويترز۱۳۹۳ بهمن ۷, سه‌شنبه

کوردي ملېشې د دوشنبې په ورځ له «اسلامي دولت» ډلي څخه د کوباني ښار کنترول نیولی دی. دغه خبر یوې څارونکي ډلي او د سوریې دولتي رسنیو ورکړی دی. خو واشنگټن بیا وایي چې د کوباني پر سر جنگ لا پای ته نه دی رسیدلی.

https://p.dw.com/p/1EQv8
انځور: Ahmed Deeb/AFP/Getty Images

د اسلامي دولت یو شمیر پلویانو په تویتر کې لیکلي دي چې د دغه ښار پرسر جگړه اوس هم روانه ده. د اسلامي دولت جنگیالیو پر دغه ښار باندي تیر کال د هغو درنو وسلو په مرسته برید وکړ چې په عراق کې یې تر لاسه کړي وې. پر کوباني باندي د جگړې له کبله د دې ښار په زرونو اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشته سازمان ویلي دي چې د سوریې د کوردانو د ساتني ډلې یا (YPG) اوس یووار بیا کوباني ښار په خپل کنترول کې راوستی دی. دغي ډلي زیاته کړې ده چې اوس کردي ځواک په ډیر احتیاط سره پرمختگ کوي، ځکه تروريستي ډلي اسلامي دولت په سیمه کې ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

اسلامي دولت اوس هم کوباني ته په نزدو پرتو کلویو کې په سونو جنگیالي لري. دغي ډلي د دوشنبې په ورځ پر خپلو پلویانو باندي غږ وکړ چې په لویدیځ کې پر خلکو يرغلونه وکړي او هر ډول وسلې چې یې په اختیار کې وي وکاروي.

د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب بهرنیو ځواکونو هم نزدې هره ورځ په کوباني کې د اسلامي دولت ډلي پر جنگیالیو باندي بریدونه کړي دي. کوباني ته په عربي ژبه عین العرب یا د عربي نړۍ سترگه ویل کيږي. دغي سیمي ته دا نوم د هغې د ستراتیژیک ارزښت له کبله ورکړل شوی دی.

د سوریې دولتي تلویزیون د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي دي: «د عین العرب خلک توانیدلی دی چې د داعش ترهگره ډله له خپل ښار څخه تقریباً په بشپړه توگه وباسي.»

له بلې خوا بیا پنتاگون ویلي دي چې د کوباني جنگ د پای ته رسیدو اعلان کولای نه شي، خو ټینگار یې کړی دی چې اوس کردان په دې جنگ کې بر لاسي دي.

د پنتاگون ویاند ستیف وارن، خبریالانو ته ویلي دي: «زه نه غواړم ووایم چې دغه جنگ گټل شوی دی. جنگ اوس هم روان دی. خو زه په دې باور یم چې اوس زموږ ملگري ځواکونه برلاسي دي.»

تر دې دمخه امریکایي چارواکو ویلي دي چې د اسلامي دولت ضد ځواکونه اوس د کوباني نزدې۹۰ سلنه برخه په خپل کنترول کې لري.