1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که تړون لاسليک هم نه سي د عسکرو د پاتېدو امکان سته

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۴, سه‌شنبه

د امريکا د ټولو ځواکونو لوی درستيز، جنرال مارتين ديمپسي ويلي دي چي داسي يو پلان يې طرحه کړی دی، چي که چيري د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لانجه اوږده هم شي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په دغه هيواد کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/1D18Y
انځور: Reuters

د امريکا متحدو ايالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستيز، جنرال مارتين ديمپسي افغانستان ته تللی دی. هغه په الوتکه کي خبريالانو ته ويلي دي: که چيري افغانستان موافقه ونه کړي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته دي امريکايي ځواکونه په دغه هيواد کې پاته شي، په ټوليزه توگه کابو ۱۲۰ ورځي کفايت کوي چي ټول امريکايي عسکر او د هغوی پوځي تجهيزات له افغانستان څخه وايستل شي.

هغه يادونه وکړه چي د اړتيا په صورت کې د وتلو پروسه کيداي شي تر دې هم گړندۍ کړل شي.

ديمپسي پرون افغانستان ته ورسيد، څو د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ د بدلون په مراسمو کې گډون وکړي. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جوزف دان فورد له خپلي دندې استعفا کوي او د جگړې قومانده بل امريکايي جنرال، جان کيمپبيل ته سپاري.

د امريکايي ځواکونو په قوماندنۍ کي بدلون په يو ډير حساس وخت کې صورت مومي. افغانستان لا تراوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو له کړکېچ سره مخامخ دی.

تر اوسه پوري د دوهم پړاو ټاکنو د شخړه ييزو رايو پلټنه بشپړه شوې نه ده. د نوي ولسمشر په ټاکلو کې ځنډ د امريکا متحده ايالاتو له پاره په يو سرخوږ بدل شوي.

تر دې مخکې واشنگتن گواښ کړی دی که چيري دوه اړخېز تړون ژر تر ژره لاس ليک نه شي، متحده ايالات به د روان ميلادي کال تر پايه پوري خپل ټول سرتيري وباسي.

خو امريکايي چارواکو يادونه کړې ده چې په دې اړه يوه پرانيستې لاره شته. معني دا چې که چيري له نن څخه څو اونۍ وروسته هم امنيتي تړون لاس ليک نه شي، نو کيداي شي چې د متحده ايالاتو پوځ په نوي کال کې هم تر يوي مودې پورې پاته شي، څو د وتلو له پاره په منظم ډول تصميم ونيسي.

د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز، جنرال ديمپسي وويل: «موږ ويلي دي چي يو امنيتي تړون ته اړتيا لرو، نه په دې وجه چې گواکې موږ تر روان کال وروسته د پاتېدو له پاره صلاحيت نه لرو، بلکي د دي له پاره چې موږ د افغان حکومت له خوا د ښه باور او ښه نيت انتظار لرو.»

د افغانستان اوسني واکمن ولسمشر حامد کرزي د امينتي تړون له لاس ليک کولو څخه مخ اړولی دی. خو دواړو مخښکو کانديدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ويلي دي، چي د برياليتوب په صورت کې د هغوی هر يو له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون تر لاسليک کولو له پاره چمتو دي.

د سپتمبر پر څلورمه نېټه د بريتانيا په ويلز کې د ناتو سرمشريزه دايريږي. متحده ايالات او ناټو تمه لري چي نوي افغان ولسشمر په دغه غونډه کې گدون وکړي او د امينتي تړون په هکله تصميم ونيسي.

خو جنرال ديمپسي وويل، دا لا تراسوه هم روښانه نه ده چې د افغانستان د ولسمشر له مخکښو کانديدانو دي کوم يو په دغه غونده کې گډون وکړي.