1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د امنيه قومندان پر کور بريد ۸ انسانان ووژل

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۳ مرداد ۵, یکشنبه

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چي په سپين بولدک کي د کندهار ولايت د امنيه قومندان جنرال عبدالرازق (په انځور کي ښه اړخ) پر کور ډليز بريد پای ته رسېدلی دی. د چارواکو په وينا په دغه بريد کي ۸ انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1CjXH
انځور: DW

د کندهار سپين بولدک ولسوالي، چي د پاکستان سره ګډه پوله لري، د يکشنبې په سهار (د جولای ۲۷مه) پکښي ٦ بريد کوونکي هغه ښوونځي ته ختلي ول، چي د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق کور او مېملستون ورڅېرمه دي.

د کندهار امنيتي مسؤلين وايي، بريد کوونکو له هغه ځايه د قومندان پر کور او ميلمستون د وسلو او لاسي بمونو بريدونه پيل کړل.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضياء درانى د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل، جګړه يونيم ساعت اوږده سوه، چي په دې ترڅ کي ٦ بريدګر، يو سرحدي پوليس او يوماشوم ووژل سول او ٣ تنه نور سرحدي پوليس زخميان دي. دُراني زياته کړه: « د ژوبل سوو حالت د اندېښنې وړ د ى.» درانى زياتوي، اوس په سيمه کي ستونزه نه سته او خلک په ورځنيو چارو بوخت دي.

په سيمه کي يوتن دوکاندار هم وايي، په سيمه کي امنيتي ستونزه نه سته او د ولسوالۍ په بازار کي سرحدي پوليس د ګزمې په حال کي ليدل کيږي. د ده په خبره په سيمه کي د ښوونځي او ځيني نورو ودانيو ته څه ناڅه تاوان رسيدلى دى.

دا ډله ييز وسله وال بريد په داسي حال کي رامنځته کيږي، چي نږدې دوې اوونۍ ترمخه د کندهار ولايت او امنيه قومندانۍ پر ودانيو ٢٢ وسله والو بريدکوونکو حمله کړې وه، چي پکښي پنځه پوليس او د يوې ښځي په ګډون ٤ ولسي وګړي وژل سوي او نهو تنه نور ولسي وګړي زخميان وو.

په ميوند او ژړۍ ولسواليو کي پوځي عمليات

د يوبل خبر له مخي په کندهار کي د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل ډګرمن محسن سلطاني، بيا په تيرو څلرويشتو ساعتونو کي د ژړۍ او ميوند ولسواليو په بيلا بيلو سيمو کي د پوځي چاڼيزو عملياتو پرمهال د ٦٥ وسلوالو طالبانو د وژلو او د ٥٦ نورو د زخمي کولو خبره کوي.

د سلطاني د آلمان ږغ سره د خبرو پر وخت زياته کړه چي په دې عملياتو کي د ملي اردو يو سرتيرى وژل سوى او ٢ تنه زخميان دي. هغه وايي: « زموږ ځواکونو پر ٢ سمته ژړۍ او ميوند ولسواليو پوځي عمليات لرل، چي په ښه پرياليتوب سره پاى ته ورسيدل. په دې عملياتو کي د دښمن ٦٥ تنه وژل سوي، ٥٦ تنه ژوبل، ٧ تنه ژوندي نيول سويدي. په يادو عملياتو کي يوشمير سپکي او درنې وسلې هم د ملي اردو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.»

نوموړى وايي، کيداى سي ياد وسلوال د هلمند ولايت څخه دغو سيمو ته راغلي ول او غوښتل يې، پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي، چي ياده مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي دي چي د کندهار د امنيه قومندان پر کور بريد دوی کړی دی.