1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمیسيون: د رایو تفتیش به ډیر ژر پای ته ورسیږي

شمس الرحمن ناصر / حسين سيرت۱۳۹۳ شهریور ۹, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د تفتیش او باطیلیدو بهیر به په راتلونکو څو وروځو کې پای ته ورسیږي. د دغه کمیسیون په خبره د ټولو رایو له جملې څخه د ۸۳ سلنه رایو د تفتیش بهیر بشپړ شوې دی.

https://p.dw.com/p/1D4OP
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنې د تخنیکي پروسې په برخه کې د پرمختگ سربیره، دواړه نوماندان په دې ونه توانیدل چې د اجرایوې رییس د صلاحیتونو پر سر موافقې ته ورسیږي. د هغې موافقتنامې پر اساس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په موجودیت کې لاسلیک شوې وه، دواړه نوماندان باید د ملي وحدت پر بنسټ ولاړ یو حکومت جوړ کړي، خو د واک د ویش پر سر خبرې اترې بې نتیجې پاتې شوې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملگري ملتونه په دې هڅه کې دي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې د رایو د څیړنې بهیر پای ته ورسوي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي. اوس مهال د دو دواړو نوماندانو څارونکي د ټاکنو په کمیسیون کې حضور نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د یکشنې په ورځ(د ۱۳۹۳ کال د سنبلې په ۹نیټه) د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل: « د تیرو ورځو په پرتله هم د نړیوالو څارونکو او هم د تخنیکي کارکونکو شمیر ډیر شوې دی. هیله مند یو چې څارونکي به تر دې هم ډیر شې څو دغه بهیر پای ته ورسیږي.»

د دواړو نوماندانو د موافقې پر بنسټ د ټاکنو کمیسیون باید سل په سلو کې رایې چې تر ۲۲۰۰۰ ډیر صندوقونه کیږي، د ملي او بین المللي څارونکو په حضور کې تفتیش کړي. له ۲۲ زرو صندوقونو څخه د ۱۹ زرو صندوقونو د څارنې بهیر پای ته رسیدلې دی او ۳۷۸۱ صندوقونه نور باقي پاتی دي.

د ټاکنو د کمیسیون مسئولین وايي چې د عادي تفتیش بهیر پای ته رسیدلې او اوس مهال ۶۰۰۰ هغه صندوقونه چې ۳۰۰۰ يي د ډاگټر اشرف عني احمدزي او ۳۰۰۰ نور يي د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم له نظره مشکوک دي، تفتیش او څارل کیږي.

د رایو ابطال

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په خبره ۷۲ فیصده چک لیستونه یا د نتایجو پاڼې چې د رایو له څیړنې وروسته ترلاسه شوې دي په کمپیوټري سیستم کې داخل شوې، تر څو پاکې رایې له ناپاکو جلا کړای شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند وویل چې ۱۴۸۴۵ چک لیستونه آماده دي، څو د رایو د باطلولو بهیر پیل شي. نوموړي زیاته کړه چې د یکشنبې ورځې تر غرمې وروسته د ۵۰۰۰ صندوقونو د باطلیدو بهیر اجرا کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ وروسته تر غرمې د رایو د ابطال علني جلسه دایره کړه. د ټاکنو د کمیسیون مشر یوسف نورستاني وویل:.« د ۲۳۶ په شمیر کې د رای ورکونې محلونه باید د تفتیش په نتیجه کې باطل شي، چې مجموعې راېې يي ۴۸۰۱۹ کیږي، په دې ۴۵ محله په ځانگړي تفتیش کې شامل دي.»

هغه صندوقونه چې رایې ېې باطلې شوې دي، عبارت دي له هغو صندوقونو څخه چې تر ۶۰۰ ډیرې رای په کښې اچول شوې وي، د رایو پاڼې يي جلا شوې نه وي او یا صندوقونه دومره مات شوې وي چې د لاسوهنې شواهد په کښې لیدل کیږي.

د علني جلسې په ترڅ کې د هغو ۶۴ محلونو له جملې چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا بې اعتباره گڼل شوې وو، ۴ محله يي بیرته د اعتبار وړ وبلل شو. د ډاکټر اشرف غني احمدزي استازي په دې جلسه کې له باطل شوو رایو څخه دفاع وکړله، خو د عبدالله عبدالله استازي په دې جلسه کې حضور نه درلود.

په عین حال کې د دواړو نوماندانو تر منځ د قدرت د ویش او ملي وحدت حکومت د جوړولو پر سر سیاسي خبرې اترې هم له بنست سره مخامخ شوې دي. د عبدالله عبدالله ټیم کوښښ کوي چې اجرایوې ریئس د کابینې په راس کې قرار ولري، خو د اشرف غني احمدزي ټیم بیا وايي چې د دوی دغه غوښتنه غیرقانوني ده او اجراوي رییس کولای شي د چارو د ادارې له رییس څخه ډیر صلاحیتونه ولري.