1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نوی ولسمشر به د سپتمبر پر دوهمه لوړه وکړي»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې د هغه ځای ناستې به د سپتمبر میاشتې پر دوهمه نیټه لوړه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د رایو د تفتیش بهیر گړندی نه دی او تر اوسه د ټولو رایو یوازې څه د پاسه ۶۶ سلنه ارزول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CzsQ
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي دي: «افغان حکومت د سپتمبر میاشتې پر دوهمه نیټه د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته په بشپړه توگه چمتو دی.»

دغه خبر پاڼه زیاتوي چې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو له پاره ټاکل شوې نېټه به تمدید نه شي. دغه بیانیه د حامد کرزي، او په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استازي یان کوبېش، تر منځ د یوې لېدنې کتنې وروسته خپره شوې ده.

په پام کې وه چې نوي افغان ولسمشر د لومړي ځل له پاره په دیموکراتیکه توگه له یوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته د واک د لیږدول کیدو په صورت کې د اگست میاشتې پر دوهمه نیټه لوړه کړې وای، خو د ټاکنو په لومړني پړاو کې کوم نوماند غوڅ اکثریت تر لاسه نه کړ او ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیدې. د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې د پراخو درغلیو له تورونو سره جوختې وې.

د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله
د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبداللهانځور: Getty Images

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ټاکنو د درغلیو د تورونو له کبله دا اندېښنه پیدا شوې وه چې ښایي افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جگړې ته وروگرځي. خو د دې د مخنیوي له پاره د امریکا متحده ایالاتو په منځگړتوب د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کاندیدنو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ یوه بیړنۍ هوکړه رامنځ ته شوه، چې له مخې یې باید څه د پاسه د اته میلیونو رایو د سره د تفتیش شامل وو.

تر اوسه د ټولو رایو څه د پاسه ۶۶ سلنه ارزول شوي دي او په پام کې ده چې د دوشنبې له ورځې څخه د رایو د باطلیدو بهیر هم پېل شي. د فرانسې خبري آژانس وړاندې کاږي چې ښایي د رایو د باطلیدو پروسه د دواړو کاندیدانو چې د پایلو تر مخه د ملي یوالي حکومت د جوړیدو په هکله خبرې اترې کوي تر منځ ترینگلتیا رامنځ ته کړي.

امریکا متحده ایالات هم د سپتمبر د څلورمې نېټې تر مخه د افغان ولسمشر د لوړې پر سر ټینگار کوي. په پام کې ده چې د سپتمبر پر څلورمه نېټه د ناټو سرمشریزه پیلیږي او په افغانستان کې د روان میلادي کال تر پایه د ناټو د ماموریت تر ختمیدو وروسته د افغانستان له پاره د روزنیز او ملاتړ په نوم یو بل ماموریت پېل شي.

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې که چیرې له دواړو سیالو کاندیدانو څخه کوم یو د رایو د تفتیش له بهیر څخه بېل شي او یا هم وروستۍ پایلې رد کړي نو ښایي دغه هیواد له یوه سیاسي کړکیچ سره مخامخ شي. زیاته شوې ده په دغسې یوه حالت کې په پلازمینه کابل کې د دواړو کاندیدانو د ملاتړو له لوري احتجاجونه ښایي د دغه هیواد امنیت له گواښ سره مخامخ کړي.

نامعلوم وضعیت د افغانستان کمزوري اقتصاد ته هم زیان اړولې دی، چې زیاتره په بهرنیو مرستو پورې تړلې دی.