1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی له پاکستان سره د استخباراتي هوکړه ليک لغو کېدل غواړي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغه هيواد او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکاريو د پراختيا او اطلاعاتو د تبادلې په اړه لاسليک سوي هوکړه ليک په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/1FTF6
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د حامد کرزي د دفتر له خوا په خبري سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي کرزي د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د لاسليک سوي هوکړه په اړه سخت اندېښمن دی.

کرزي له افغان ولسمشره غوښتي دي چي «دغه سند ممکن ژر تر ژره باطل کړي او په راتلونکي کښي هم د داسي سندونو له لاسليکولو څخه ډډه وکړي چي له ملي گټو سره په ټکر کي وي.»

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د دواړو هيوادونو د استخباراتو ترمنځ يو داسي هوکړه لیک لاسليک سوی دئ، چي له مخي به ئې دواړي اداري يو له بل سره اطلاعات شريکوي.

د پاکستان د پوځ وياند عاصم سلیم باجوه هم د دوشنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۸مه) وويل چي د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اس آی) او د افغانستان د ملي امنيت ادارې ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک سوی دئ.

تورنجنرال باجوه، ويلي دي چي دغه دواړه استخباراتي سازمانونه به د وسله والو طالبانو پرضد د پلان له مخي گډ عمليات کوي او استخباراتي معلومات به سره تبادله کوي.

دا چي دغه هوکړه لیک څه وخت او چيري لاسليک سوی دئ په اړه ئې څه نه دي ويل سوي، خو د پاکستان يوه تلويزيون ويلي دي چي دغه پرمختگ يوه اونۍ دمخه کابل ته د نوازشريف تر سفر وروسته سوی دئ.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په کابل کي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ليدني کتني پرمهال ټينگار وکړ چي له وسله والو طالبانو سره د مبارزې په برخه کي به د کابل ملاتړ وکړي.

له شريف سره په دغه سفر کي د پاکستان د پوځ او استخباراتي سازمان مشران هم مل ول.

له ډير وخت راهيسي پاکستان او افغانستان يو پر بل باندي له وسله والو ياغيانو سره د مرستي تور لگاوه، خو له هغه وخت راهيسي چي غني واک ته رسېدلی دئ، د دغو دواړو هيوادونو په اړيکو کي ښه والی راغلی دئ.

له هغه وخت راهيسي چي له افغانستان څخه ډېر بهرني ځواکونه وتلي دي او د وسله والو طالبانو يرغلونه ډېر سوي دي، د دواړو هيوادونو د سياسي او پوځي مشرانو ترمنځ په اړيکو کي مثبت بدلون راغلی دئ.