1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: دواړه کانديدان يوې موافقې ته نژدې سوي

حسين سيرت۱۳۹۳ شهریور ۲۲, شنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو بن بست د ماتولو له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال جیمز فلدمن کابل ته رسېدلی دی، څو له دواړو کانديدانو سره د یوه ملي وحت حکومت د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1DBoo
انځور: Reuters

ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو د شنبې په ورځ له جمهور رئیس کرزي سره هم ولیدل. په هغه اعلامیي کې چې د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې ده ویل شوې دي چې ولسمشر له دواړو کانديداو سره د ملاقات په وخت کې په هغوی کي د همکارۍ روحیه لیدلې ده.

ولسمشر کرزي ویلي دي چې د دواړو کانديدانو تر منځ موافقتنامه به تر راتلونکو دوو دریو ورځو پوري قطعي شي، او دواړه کانديدان یوې موافقې ته نږدې شوي دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د تلیفون له لاري له ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبري کړي دي او دواړه يې سیاسي خبرو اترو او د ملي حکومت جوړولو ته هڅولي دي.

د دواړو کانديدانو ټاکنیزي ډلي هیله مندي دي چې د یو سیاسي موافقې د رامنځ ته کولو له پاره د ملگرو ملتونو کوښښونه یوې نتیجې ته ورسیږي. د اشرف غني احمدزي ټیم وايي چې د ملي وحدت حکومت جوړولو ته ژمن دی، خو سیاسي موافقه باید د افغانستان د اساسي قانون په تر پښو لاندی کولو تمامه نه شي.

د اشرف غني احمدزي دويم مرستیال سرور دانش د هغو مراسمو په ترڅ کې چې د شهید د ورځې په ویاړ په کابل کې جوړ شوي ول وویل: «د دولت د دریگونو قووو فعالیتونه د قانون پر اساس دي. زموږ ټول کارونه او موافقتنامې باید د قانون پر محور وڅرخي. هره ورځ چې موږ له قوانينو څخه سرغړونه وکړو اوقانون پریږدو، بیا نو د دې ځمکې او خلکو تر منځ هیڅ یو کډ شي وجود نه لري.»

دانش له دواړو کانديدانو وغوښتل چې تر دې زیات دې نور نو خلک یرغمل نه نیسي. نوموړي ټینگار وکړ چې د ملي وحدت حکومت پرته په افغانستان کې د ثبات رامنځ ته کولو له پاره بله کومه لار وجود نه لري.

د اشرف غني احمدزي دویم مرستیال وویل چې داسي آوازې موجودې دي چې ټاکنې باید یوې خواته پریښودل شي او د سیاسي موافقې پر بنسټ دي یو نوی حکومت رامنځ ته شي. دانش ټینگار وکړ چې د ټاکنو له پایلو پرته بل هیڅ گام د افغانستان راتلونکي حکومت ته مشروعیت ورکولای نه شي.

خو د عبدالله عبدالله ټیم بیا پر سیاسي موافقې ټینگار کوي. نوموړی ټیم وايي چې هر کله چې د بدلون او دوام ټیم وغواړي له سیاسي موافقې څخه اوږه خالي او د اساسي قانو مسئله وړاندي کوي.

د تیرې دوشنبې په ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې سیاسي خبري اتري بن بست ته رسیدلي دي. نوموړي خبرداری ورکړ چي په هغه صورت کې چې خبري اتري په صادقانه ډول پيل نه شي، د ټاکنو پایلي نه مني او اجازه نه ورکوي چې د درغلیو په وسیله رامنځ ته شوی حکومت په کار پیل وکړي.

د عبدالله عبدالله ټیم يوه ویاند انجینر عاصم دویچه ویله ته وویل چې د ملگرو متلتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال د دواړو کانديدانو تر منځ منځگړتوب کوي او ترلاسه شوي اولیه موافقې امیدواره کوونکي دي.

ښاغلي عاصم وویل:«تر اوسه چې کوم کوښښونه شوي دي، مقدماتي پایلې يي مثبتې دي.» نوموړي زیاته کړه: «داسي هیلي موجودي دي چې دغه کوښښونه د دې سبب وگرځي، څو د دواړو ټیمونو تر منځ خبري اتري له سره پيل شي.»

له هغه وروسته چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو له تختیکي او سیاسي پروسي سره خپلي اړیکي قطع کړي دي، د بلخ والي د دويم وار له پاره خبرداری ورکړی چې که د عبدالله عبدالله غوښتني په پام کې ونه نیول شي، پراخ لاریونونه به پيل کړي، او بیا به په نارنجي حرکتونو سره دولتي ادارې تر خپل کنترول لاندي راولي.