1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د ټاکنو پر سر شخړه بايد پای ومومي

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان د خپلواکۍ ورځي د لمانځنې په مناسبت ولسمشر حامد کرزي پر دوو سیالو کاندیدانو غږ وکړ چې له خپلمنځي شخړو څخه لاس واخلي او اجازه ورکړي چي د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي.

https://p.dw.com/p/1Cwt8
انځور: Reuters

حامد کرزي په هغه یو وینا کې چی نن يې د خپل هیواد د خپلواکۍ د ۹۵ کالیزي په مناسبت وکړه وویل چې ولسمشرۍ ته دوه مخکښ کاندیدان باید خپل اختلافات ختم کړي او هیواد له نورو گډودیو او اقتصادي زوال څخه وژغوري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو تر اولومړي او دوهم پړاو وروسته، دا هیواد لا تراوسه له یو نا معلوم برخه لیک سره مخامخ دی. د ټاکنو په دوهم پړاو کې ولسمشرۍ ته دواړو کاندیدانو اشرف غنی احمد زي او عبدالله عبدالله له خوا د پراخو درغلیو ادعاوي شوي دي چې په اړه يې تر اوسه لا پلټني رواني دي.

له دې ویري چې داسي نه شي چي افغانستان یووار بیا د تیرو لسیزو په شان کورنۍ جگړې پيل شي، امریکا متحده ایالاتو د دواړو کاندیدانو ترمنځ د یوې روغي جوړي مینځگړتوب وکړ.

عبدالله او غني چې کابل ته د امريکا د بهرنیو چارو د وزیر، جان کیري د وروستي سفر پرمهال يې د ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته د یوه «ملي یووالي حکومت» پر جوړولو موافقه وکړه، تراوسه لا په دې هکله اختلاف لري چي دغه حکومت به څه ډول یو جوړښت ولری.

سر بیره پر دې د دواړو کاندیدانو د څارونکو د شخړو له امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون توانیدلی نه دی چې په دوهم پړاو کې د اتو ميلیونو ورکړل شوو رایو د پلټني او بیا شمېرني پروسه د موافقې له مخې په سمه توگه عملي کړي. عام افغانان او نړیواله ټولنه په بېړه تمه لري چي نوی ولسمشر به څه وخت د لوړي مراسم پر ځای کوي.

دغه وضعیت ته په کتو سره کرزي پر عبدالله او اشرف غني غږ وکړ چې د هیواد ښیگڼو ته پام وکړي او د ټاکنو د پایلو د اعلانولو له پاره نور خڼدونه پيښ نه کي: «موږ هیله من یو چې سره یو موټي پاته شو، څو زموږ هیواد د سولي او سوکالۍ پر لور گام واخلي.»

کرزي وویل چي د افغانستان خلک د خپلو ورکړو رایو نتایجو ته انتظار لري: «زه هیله من یم چې د ټاکنو پایلې ډیر ژر معلومي شي. خلک په بېړه دغو پایلو ته انتظار باسی.» هغه د خپلو خبرو په دوام کې د ولسشمرۍ ته دواړو کانديدانو ته په اشارې سره وویل: «زه هیله من یم چې دواړو وروڼه یوې داسي موافقې ته ورسیږي چې افغانستان ډیر ژر یو بشپړ حکومت ولري، داسي یو حکومت چې په هغه کې د هیواد هیڅ یو غړی ځان گوښې ته نه وگڼي.»

د ټاکنو د نتایجو پر سر اوسني جنجال داسي اندېښنې رامنځ ته کړي دي چي داسي نه چي افغانستان د ۱۹۹۰ لسیزي کورني اخ و ډب په شان یووار بيا په زورزياتيو کي ډوب نه شي.

د ټاکنو په نتایجو کې ځنډ د افغانستان لړزان اقتصاد چي تر ډیري زیاتي اندازې په بهرنيو مرستو پوري تړلی دی، د ویجاړیدو له گواښ سره مخامخ کړی دی. په تیرو څو میاشتو کې په نړیوالو مرستو کې ډیر زیات کمښت راغلی دی.

امریکا متحده ایالات چې د افغانستان له سترو ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیږي، تمه لري چي راتلونکی افغان ولسمشر د اگست مياشتي تر پایه پوري معلوم شي او د ناټو تر سرمشریزي دمخه د لوړي مراسم پر ځای کړي.

ناټو په پام کې لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې نوی ماموریت چې تر ډيره به د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو روزلو ته ځیر وي، پیل کوي. خو دغه ماموریت له متحده ایالاتو سره د یو امنیتي تړون په لاسلیکولو پوري تړلی دی.