1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: افغانستان ته ډير بهرني ترهگر راغلي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۶, دوشنبه

ولسمشر کرزي د اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ویلي دي چې په تیرو دوو میاشتو کې پر افغانستان باندي سخت يرغلونه شوي دي چې په تیرو ۱۴ کلونو کې بې ساري ول. هغه زیاته کړې ده چې ډیر شمیر بهرني ترهگر افغانستان ته راغلي دي.

https://p.dw.com/p/1CkF1
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

افغانستان د ډیرو نورو اسلامي هیوادونو په شان د دوشنبې په ورځ کوچنی اختر ولمانځه. ولسمشر کرزي او یو شمیر نورو دولتي چارواکو د اختر لمونځ د ارگ په مسجد جامع کې ادا کړ. ولسمشر کرزي د اختر د لمانځه پر مهال د افغانستان د امنيتي وضعیت، ټاکنو او په اسلامي نړۍ کې د ناامنیو په اړه خبري وکړي.

ولسمشر کرزي وویل چې ټاکنیزي مبارزې په سوله ییز ډول پر مخ ولاړي. هغه زیاته کړه: «تر ټاکنو وروسته همدا چې د رایو د شمېرلو بهیر پیل شو پر افغانستان باندي يرغلونه هم پیل شول. په تیرو ۱۴ کلونو کې زموږ پر هیواد باندي داسي بریدونه نه ول شوي، لکه څرنگه چې په دغو تیرو دوو میاشتو کې ترسره شوي دي.»

ولسمشر کرزي وویل چې افغان استخباراتي سازمانونه رپوټ ورکوي چې ډیر «بهرني ترهگر» افغانستان ته راننوتي دي او بریدونه ترسره کوي. کرزي د امنیتي ځواکونو او ملکي افغانانو د تلفاتو یادونه وکړه او د افغان امنیتي ځواکوننو ستاینه یې وکړه چې يرغلونه یې پر شا وتمبول.

حامد کرزي یو وار بیا پر طالبانو باندي غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي. کرزي ویلي دي: «له ډیرو هغو کورنیو سره هم غم شریکي لري چې اولادونه یې د طالبانو په نوم وژل کیږي. د طالبانو له مشرانو څخه غواړم چې د افغانانو پر وړاندي جگړه ودروي او د بهرنیو ترهگرو د راتلو له پاره لاره هواره نه کړي.»

افغان ولسمشر په خپله وینا کې وویل چې اسلامي هیوادونه له لیبیا نیولې تر پاکستان پوري له ترهگرۍ سره لاس او گریوان دي. کرزي زیاته کړه چې افغانان د غزې د خلکو په فکر کې دي چې «شپه او ورځ په بې رحمانه ډول سره وژل کیږي.» ولسمشر کرزي هیله څرگنده کړه چې د ټاکنو پایلي ژر تر ژره اعلان شي او د افغانستان نوی ولسمشر په کار پیل وکړي.

کوچني اختر په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کیږي چې په وروستیو اوونیو کې پر دې هیواد باندي سخت بریدونه شوي چې په پایله کې یې ډیري ملکي وگړي وژل شوي دي.