1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردي پیشمرگي ملېشې ترکیې ته رسیدلي دي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ آبان ۷, چهارشنبه

د عراقي کردانو پیشمرگي ملېشې ترکیې ته رسیدلي دي، څو په سوريه کې له کوردي ځواکونو سره د «اسلامي دولت» پر ضد جگړه کې مرسته وکړي. تر دې مخکې ترکیې ویلي ول چې دغو ځواکونو ته به له خپلې خاورې څخه د تیریدو اجازه وکړي.

https://p.dw.com/p/1Ddbh
انځور: Reuters/Ari Jalal

د چهارشنبې په ورځ د عراقي کردانو پیشمرگي ملېشې یوې ډلي د سوریې د پولې پر لور خپل حرکت ته ادامه ورکړه. هغوی غواړي په جگړه کې د هغو کردي جنگیالیو ملاتړ وکړي چې اوس په کوباني ښار کې د «اسلامي دولت» ترهگري افراطي اسلامپالي ډلي پر ضد جنگیږي.

دغه پیشمرگي ملېشې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲۹) سهار وختي ترکیې ته ورسیدل. دغو جنگیالیو له عراق څخه د یوې الوتکي په واسطه ترکیې ته سفر کړی دی.

په دې ترتیب عراقي کردي چارواکو لږ تر لږه ۱۵۰ جنگیالي سوریې ته د تلو په موخه ترکیې ته استولي دي. پر دې سربیره د کردي جنگیالیو یوه بله ډله به د ځمکې له لارې له درنو وسلو سره سوریې ته سفر وکړي، څو د اسلامي دولت ډلې پر ضد جگړه کې د خپلو نورو کردي ملگرو مرسته وکړي.

د عراق د کردي پیشمرگي وزارت یوه چارواکي جبار یوار، په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده. هغه د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ [کوباني ته تر رسیدو دمخه د وسلو او سرتيرو د شمیر په اړه څه نه وایو]»

ترکیې ته رسیدلي کردي جنگیالي ډیر ژر له هوایي ډگر څخه ووتل. پلان شوې ده چې دغه کسان به د «مورسیتپینار» سرحدي سیمې له لاري له ترکیې څخه سوریې ته واوړي. خو لا تر اوسه پورې دا خبره روښانه شوې نه ده چې هغوی به کله له سرحد څخه تیر شي.

دغې سیمې ته نزدې هم تر کردي ځواکونو او «اسلامي دولت» ډلي جنگیالیو تر منځ سختې جگړې شوې دي خو هغه اوس هم د کردانو په کنترول کي ده.

ترکیه په دې اړه زړه نا زړه وه چې ایا پیشمرگي ملېشې ته له خپلې خاورې څخه د تیریدو اجازه ورکړي او که نه. دغه هیواد شک لري چې په کوباني کي فعال کردي جنگیالي به په ترکیې کې له کردي یاغیانو سره اړیکې لري.

له بلې خوا د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اغلو، ویلي دي چې هیواد به يې سوریې ته د اسلامي دولت پر ضد جگړې په موخه عسکر وا نه ستوي.

هغه ټینگار کړی دی چې د اسلامي حکومت پر ضد د ایتلاف نور غړي هیوادونه هم نه غواړي چې دغه کار وکړي. د دې چارواکي په خبره د ترکیې له لاري د کردي ځواکونو تیریدل، ښايي د کوباني د ژغورنې یوازینی لار وي.

د اسلامی دولت جنگیالیو د سپتمبر میاشتي په نیمایي کې پر کوباني باندي يرغل پیل کړ او د دغه سرحدي ښار یو شمیر سیمې یې ونیولې. تر اوسه پورې د دې ښار پر سر جنگ کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰۰۰۰ زيات نور بیا د کوباني پریښودلو ته اړ شوي دي.

د عراقي کردانو پيشمرگي ملېشې کوباني ته پرلاره
د عراقي کردانو پيشمرگي ملېشې کوباني ته پرلارهانځور: Reuters/Ari Jalal