1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردانو ته د آلمانۍ وسلو د ورکړي پر سر بحث

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د آلمان حکومت له عراقي کردانو سره د وسلو د مرستي پر سر غور کوي. په داسي حال کي چي حکومتي گوندونه د پارلمان بې سلا د دغه کار تر سره کول غواړي، اپوزيسيون وايي چي د پارلمان تائيد بايد تر لاسه سي.

https://p.dw.com/p/1Cyhm
Irak Mosul Offensiv
انځور: AHMAD AL-RUBAYE/AFP/Getty Images

د عراق کردان څه ډول مرستو ته اړتيا لري چي له «اسلامي دولت» په نوم وسله والي ډلي څخه ځان وژغورلای سي؟ دا هغه پوښتنه ده چي د آلمان حکومت ورباندي غور کوي.

پر دې غور کيږي چي ايا د آلمان د پوځ په سلاکوټونو کي داسي جنګي تجهيزات موجود دي، چي د عراقي کردانو په کار ورسي. د همدغه پوښتني د جوابولو له پاره د آلمان د پوځ مسئول کسان په سلاکوټونو کي په سروې اخته دي چي د عراقي کردانو له پاره د ممکنه پوځي سامان آلاتو ليستونه جوړ کړي.

دغه کارپوهان د آلمان حکومت له خوا په ياده دنده ګومارل سوي دي. د آلمان حکومت غواړي چي په عراق کي کردانو ته جنګي سامان آلات ورکړي.

تر مخه د داسو تجهيزاتو خبره کېدله چي صرف د دفاع له پاره وي لکه زغره لرونکي موټر، د مرميو ضد واسکټونه او داسي نور. خو اوس د آلمان د بهرنيو چارو وزير وايي چي د اړتيا په صورت کي به ښايي له کردانو سره د سپکو وسلو مرسته هم وسي.

د دفاع وزيره فون دېر لاين او د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير
د دفاع وزيره فون دېر لاين او د بهرنيو چارو وزير شټاين مايرانځور: Odd Anderson/AFP/Getty Images

د آلمان د سوسيال ديموکراټ ګوند دغه سياستوال وايي چي «آلمان به د خپلو اروپايي ملګرو هيوادونو تر څنګ د نړيوالو ملګرو په مشوره» په دغه موضوع کي اقدام وکړي.

د آلمان د دفاع وزيري اورزولا فون دير لاين. له کردانو سره د وسلو ممکنه مرستي د «اسلامي دولت» په «چټک او نه منلو وړ ظالمانه» اعمالو توجيه کوي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي که د «اسلامي دولت» جنګياليانو مخه ونه نيول سي، نو پايلي به يې د آلمان د امنيت له پاره ډېري جدي وي.

ويل کيږي چي د آلمان تر څنګ فرانسه، اېټاليا او بريتانيا هم دې ته چمتو دي چي له کردانو سره د وسلو مرسته وکړي. د آلمان د دفاع وزارت وياند ينس فلوسدورف ويلي دي چي تر چهارشنبې (اګست ۲۴مه) پوري له فرانسې، اېټاليا او بريتانيا سره د وسلو د مرستو په تړاو پلانونه همږغي کړي. د نوموړي په وينا دا دې له پاره چي تجهيزات غبرګ نه سي او هر هيواد له اړتيا سره سمي مرستي وکولای سي.

له کردانو سره د پوځي تجهيزاتو د مرستي يو مشکل دا بلل کيږي چي کردان يوازي له روسۍ وسلو لکه کلاشينکوف سره بلدتيا لري. د دې له پاره چي هغوی له آلمانۍ وسلو سره آشنايي پيدا کړي، بايد روزنه ورکوله سي.

فلوسدورف ويلي چي د دغه روزني د ترلاسه کولو له پاره حتمي نه ده چي آلماني عسکر و عراق ته ولېږدول سي. په دې توګه سره نوموړي داسي اشاره ورکړې چي ښايي د آلماني وسلو د استعمال له پاره کردانو ته د روزني ورکولو له پاره تر عراق دباندي امکانات برابر سي.

فلوسدورف زیاته کړې ده چي «د عسکرو له پاره پوځي خولۍ څوک په مستقيمه توګه ورلېږلای سي خو د بې سيم دستګاه په هکله بيا موضوع بل ډول ده.»

په داسي حال کي چي د آلمان حکومت وايي چي له عراقي کردانو سره د پوځي مرستو له پاره د پارلمان تائيد ته اړتيا نسته، د اپوزيسيون زرغون گوند د همدغه تائيد غوښتنه کوي.

د آلمان په مرکزي پارلمان کي د زرغون گوند پارلماني مشري کاترين ګيورينګ اېکارت ويلي دي: «د آلمان حکومت بې له پارلمان له تائيده وژونکي وسلې لېږدولای نه سي.» د آلمان حکومت وايي چي پارلمان ته به د موضوع په تړاو معلومات ورکړي خو تائيد ته يې اړتيا نه ويني.

د وسلو د لېږد پر سر بحثونه په داسي حال کي ادامه لري، چي د ملکي آلمانيانو اکثريت د وسلو د لېږد مخالف کوي. د «شټېرن» په نوم آلمانۍ مجلې د يوې داسي احصايې نتايج چاپ کړي دي چي له مخي يې د پوښتل سوو آلمانيانو ۶۳ سلنه د وسلو له لېږد سره مخالفت لري. د دغه احصائيې له مخي د ښځينه آلمانيانو حتی ۷۵ فيصده برخه د دغه کار پر ضد دي.