1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانگرس: پنتاگون له قانونه سرغړونه کړې ده

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مرداد ۳۱, جمعه

د متحده ايالاتو د کانگرس پلټونکي وايي چي د دفاع وزارت «پنتاگون» په خپل دې کار سره چې د يوه امريکايي عسکر په بدل کې له گوانتانامو زندان څخه پنځه افغان طالب بنديان زاد کړي دي، له قانون څخه يي سرغړونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Cz5R
انځور: REUTERS/Al-Emara

د امريکا متحده ايالاتو «حکومت د حساب ورکولو دفتر» وويل چې د ولسمشر بارک اوباما ادارې د دفاع وزارت د ۲۰۱۴م کال د تخصيص قانون له يوي برخي څخه سرغړونه کړې ده. دغه مصوبه حکومت له دې څخه منع کوي چې د گوانتانامو زندان بنديان د کانگرس د مهمو کمېټو د لږ تر لږه ۳۰ ورځې مخکې خبرتيا پرته د فدرال په پيسو انتقال کړي.

د «حکومت د حساب ورکولو دفتر» وويل: «سربيره پر دي د دفاع وزارت د دغو بنديانو د انتقال له پاره په داسي حال کې چې هيڅ ډول مالي بودجه ورته تخصيص شوي نه وه، د عامه خلکو په پيسو انتقال کړي دي او دا د بودجوي کسر ضد له قانونه سرغړونه ده.»

د ۲۰۱۴م کال له قانون سره اوباما په کيوبا کې د جنگي بنديانو د انتقال له پاره په مالي لگښت کې يوه لاره پرانيستې پرې ايښې ده، خو په دي هکله بايد د ديرشو ورځو په موده کې کانگرس ته خبر ورکړي.

ويل شوي دي چې د امريکايي سرتيري، بوو برگدال چې پنځه کاله له طالبانو سره بندي وو، په بدل کې د گوانتانامو د پنځو طالب زندانيانو د انتقال له پاره د متحده ايالتو حکومت ۹۸۸۴۰۰ ډالر لگولي دي.

د «حکومت د حساب ورکولو دفتر» په خپل هغه تصميم کې چي د سنا مجلس نهو تنو جمهوري غوښتونکو استازو ته استولي دي ليکلي دي: «زموږ په نظر د دفاع وزارت د ۲۰۱۴ کال د تخصيص قانون د ۸۱۱۱مه فقره ډيره واضح او څرگنده ده.» نوموړي دفتر يادونه کړې ده چې د کانگرس غړو ته د می مياشتي پر ۳۱مه نېټه د بنديانو د معاوضې له موضوع څخه خبر ورکړل شو او دا هغه ورځ وه چې دغه معاوضه تر سره شوه او د جون مياشتي پر دوهمه هغوی ته په ليکلې بڼه خبر ورکړل شو.

په هغه وخت کې جمهوري غوښتونکي او حتي د اوباما د ديموکرات گوند ځيني استازې له دغې معاوضې سره مخالفت وښود او هغه يې «ديره خطرناکه» معامله وگڼله. سپينه ماڼۍ او دفاع وزارت له دغي معاوضې څخه دفاع کوي او استدال يي دا دی چي د امريکاي اتباعو د ژوند ژغورنه د اساسي قانون له مخي د حکومت مکلفيت دی.

هغوی يادونه کړې ده چي د امريکايي سرتيري برگدال روغتيايي او امنيتي وضعيت د خرابيدو په حال کې وو، نو له دې امله دا امکان موجود نه وو چې کانگرس ته پر خپل وخت خبر ورکړي.

د متحده ايالاتو د دفاع وزير چاک هېگل وويل چې دغه معامله چې د قطر هيواد په منځگړتوب تر سره شوه د برگدال د آزادولو له پاره« ډيره ښه موقع وه.»

نوموړی امريکايي عسکر د ۲۰۰۹ کال په جون مياشت کې په افغانستان کې له خپلي پوستې څخه ورک شو. وروسته معلومه شوه چې هغه د طالبانو لاس ته ورغلی دی. د هغه د آزادولو له پاره متحده ايالاتو په گوانتانامو کې پنځه طالب بنديان قطر ته وليږدول، څو يو کال هغوی هلته تر نظارت لاندي وي.

جمهوري غوښتونکي سناتوري، سوسان کولينز د «حکومت د حساب ورکولو د دفتر» نظر ته د غبرگون په توگه وويل د اوباما د ادارې دا استدال چې د کانگرس غړو ته له دې موضوع څخه له خبرتيا سره کيدای شوای دغه معامله ستونزمنه شوې وای، «هيڅ ډول صداقت» نه دی. مېرمن کولينز وويل: «دا ډيره سخته نه ده چي سړی تصور وکړي، ولسمشر تر هغه پوري چې دغه معاوضه نه وه شوې موږ ته هيڅ خبر را نه کړ، ځکه هغه پوهيدی چې دغه پشنهادي انتقال زموږ له مخالفت سره مخامخ کيدی.»

برگدال اوس تر تحقيق لاندي دی چي ولي ېې په هغه وخت کي خپله پوسته خوشي کړه.