1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډوبې شوې کښتۍ کې نور ۱۰ مړي موندل شوي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۳۱, یکشنبه

د جنوبي کوریا په ډوبې شوې کښتۍ کې غوټه وهوونکو نور لس جسدونه موندلي دي. په دې سره د مړو شمیر پنځوس تنو ته ورسید. لا هم ۲۵۰ تنه لادرکه دي او دا اندیښنې وار په وار ډیریږي چې مړه شوې وي.

https://p.dw.com/p/1BlG3
انځور: picture-alliance/dpa

د لسو تنو جسدونه د جنوبي کوریا د ډوبې شوې کښتۍ په داخل کې موندل شوي دي. تر دې دمخه د شنبې په ورځ غوټه وهوونکي د لومړي ځل له پاره پر دې توانیدلي وو چې د کښتۍ په داخل کې د درو تنو جسدونه پیدا کړي. تر دې دمخه غوټه وهوونکي د خرابې هوا له کبله پر دې نه وو توانیدلي چې د کښتۍ داخل ته ورننوځي.

دغه کښتۍ څلور ورځې تر مخه هغه وخت چپه شوه چې د جیندو ټاپو ته پر لاره وه. په دغه کښتۍ کې جمعا ۴۷۶ تنه سپاره ول چې زیاتره یې د یوه ښوونځي زده کوونکي ول. د پیښې وروسته یوازې ۱۷۴ تنه وژغورل شول. لا تر اوسه هم ۲۵۰ تنه لادرکه دي.

که څه هم د مسافرینو خپلوان هیله مند دي چې د کښتۍ په داخل کې به یو شمیر کسان لا هم ژوندي پاتې وي، خو د چهارشنبې د ورځې راهیسې چې ۱۷۴ کسان ژوندي وژغورل شول، کوم کس لا تر اوسه ژوندی نه دی موندل شوی.

د لادرکه شوو کسانو شاوخوا ۲۰۰ خپلوانو د یکشنبې په ورځ له جیندو څخه لاریون پیل کړ او په وینا یې غوښتل یې چې په پلازمینه سویل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورشي. خو پولیسو د هغوی مخه ونیوله او بیرته یې ستانه کړل.

د ډوبې شوې کښتۍ کپتان لي جیون سیوک، نیول شوی دی او پر ده باندې له دندې څخه د بی پرواهۍ او د سمندري قوانینو څخه د سرغړونې د تورنو په شمول پنځه تورونه لگول شوي دي. د عملې دوه نور کارکوونکي چې تر مخه یې د نیولو امر شوی وو هم نیول شوي دي. پر دوی باندې له دې امله هم نیوکه کیږي چې دوی لومړني کسان وو چې له کښتۍ څخه ووتل.

د پیښې د علت د معلومولو په اړه د لومړنیو څیړنو په برخه کې دا خبره هم په ډاگه شوې ده چې د پیښې د رامنځ ته کیدو پر وخت د نوموړې بیړۍ کنترول د کپتان لي، په لاس کی نه وو. زیاته شوې ده چې لي، دغه چارې خپل دریم افسر ته سپارلې وې.

کپتان له خپلې پریکړې دفاع کوي

د جنوبي کوریا د ډوبې شوې کښتۍ کپتان نیول شوی دی، خو هغه له خپلې دې پریکړې څخه چې په بیړه یې له کښتۍ څخه د کسانو د ویستلو امر نه دی کړی، دفاع کوي.

د ډوبې شوې کښتۍ کپتان لي جیون سیوک، خبریالانو ته ویلي دي چې د بیړۍ خالي کیدل د دې له پاره ځنډول شوي وو چې د ژغورنکو بیړیو د رارسیدو تر مخه، یخو اوبو ته د مسافرینو د ورتگ مخه ونیول شي.

لي ویلي دي: «په دغه وخت کې ژغورونکي بیړۍ نه وې رارسیدلي. په دغه وخت کې په شاوخوا سیمه کې د ژغورنې له پاره د کب نیونکو یا نورې کښتۍ چې مرسته وکړې هم موجودې نه وي.» هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې په دغه وخت کې په سیمه کې څپې ډیرې قوې او اوبه یخې وې. هغه یادونه وکړه چې ده فکر کاوه چې په بې غورۍ سره به د کښتۍ د خالي کیدو پریکړه د مسافرو له پاره ستونزې رامنځ ته کړي.

تر دې دمخه داسې رپوټونه ورکړل شوي ول، چې د کښتۍ ۴۷۶ مسافرو ته ویل شوي وو چې تر ۴۰ دقیقو پورې په کښتۍ کې پاتې شي. د کښتۍ د مسافرینو خپلوان داسې فکر کوي که چیرې دغه امر نه وای شوای نو ښای مسافرینو به له کښتۍ څخه د وتلو له پاره بیړنیو دروازو ته ځان رسولای وای.

لا هم د نوموړۍ کښتۍ د چپه کیدو د علت په اړه څیړنې روانې دي.