1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د افغانستان له پاره ځانگړی استازې وگماره

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۷, جمعه

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان له پاره یې ځانگړی استازی گمارلی دی. له دې سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې هیواد په اړه د چین اندیښنې په ډاگه کیږي.

https://p.dw.com/p/1Cf3G
انځور: picture-alliance/dpa

سن یوشي افغانستان ته د چین ځانگړی استازی دی. هغه تر دې مخکې په کابل او دهلي کې د چین د سفیر په توگه کار کړی دی. د چین د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې یوشي به له افغانستان او نورو ښکیلو اړخونو سره نزدې اړیکې ولري.

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «چین او افغانستان پخواني دوست گاونډي هیوادونه دي. چین په افغانستان کې پرمختگونو ته ډیر پام کوي او دې ته ژمن دی چې د دواړو هیوادونو ستراتیژیکې همکارۍ لا پسې ژورې کړې. له همدې کبله چین د افغانستان له پاره یو نوی ځانگړی استازی وگمارلی دی.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ځانگړي استازي گمارنه به همداراز په افغانستان کې له دوامداره سولې، ثبات او ودې سره مرسته وکړي. تر اوسه پورې د ځانگړې استازي د دندو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

چین له افغانستان سره د غرونو د سلسلې له لاره پوله لري. دغه هیواد په افغانستان کې د کان کیدنې له پروژو سره لیوالتیا لري او په یو شمیر دغه شان پروژو کې ښکیل هم دی.

چین له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د احتمالي تاوتریخوالي له رامنځ ته کیدو اندیښنه لري. د چین په شمال لویدیځ کې ایغور یاغیان د یوه بیل هیواد د رامنځ ته کیدو غوښتونکي دي. چین اندیښنه لري چې نه شي له افغانستان څخه د ناټو تر وتلو وروسته او د امنیتي خلا د رامنځ ته کیدو په پایله کې دغه یاغیان هم خپل فعالیتونه پراخ کړي. ویل کیږي چې د ایغور په سلهاو جنگیالي همدا اوس هم د افغانستان او پاکستان د پولو په منځ کې فعالیت کوي.

چین تر دې مخکې هم د یو شمیر هیوادونو له پاره ځانگړي استازي گمارلي ول. په دې ترڅ کې د میانمار او افریقا له پاره د چین ځانگړو استازو ښې لاس ته راوړنې لري خو د منځني ختیځ له پاره د چین استازي تر اوسه پورې کوم خاص کار نه دی ترسره کړی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب