1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين په کونړ کي د اوبو بند جوړوي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

چین په افغانستان کې د خپلو مرستو د پراخولو په برخه کې وعده کړې ده چې د دغه هیواد په سرحدي ولایت کونړ کې به د اوبو بریښنا د یو بند او دغه راز د پاکستان پولي ته د یو سړک او د اورگاډي د یوې پتلۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1EZ6N
انځور: DW

یوه ورځ وروسته له هغه چې په کابل کې د چین او پاکستان لوړو چارواکو له افغان لوري سره ولیدل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سراج الحق سراج د سه شنبې په ورځ وویل چې د چین په دغو مرستو کې پراخي مالي ونډي هم شاملي دي چې اندازه يې تر اوسه پوري څرگنده شوې نه ده.

دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندي، «هووا چونینگ» هم په پیکینگ کې ورځنۍ خبري غوڼدي ته وویل: «چین موافقه وکړه چې د یو شمیر پروژو له پاره په اړوندو اقداماتو کې مرسته وکړي چې په هغو کې د کونړ د بریښنا یو بند او په سیمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه سړک او د اورگاډي د یوې پټلۍ جوړول شامل دي.»

تر دې دمخه په پام کې ول، چې د کونړ پر سیند د اوبو دغه بند چې ۱۵۰۰ میگاواټه بریښنا تولیدوي، يوازي د پاکستان له خوا جوړ شي او د تولید شوې برېښنا یوه برخه به ترې واخلي.

دغه راز پاکستان په ۲۰۱۳م کال کې ویلي ول، چې د پيښور او کابل تر منځ به یو «گړندی سړک» یا «موتور وې» جوړ کړي. سر بیره پردې هغه ژمنه کړې وه چې د چمن او کندهار ترمنځ به د اورگادي یوه پتلۍ وغزوي.

کونړ د افغانستان د هغو ولایاتو په جمله کې دی چې کله نا کله د نښتو او جگړو ډگر گرځي. هغه د پاکستان پولي ته نژدې ډيري غرنې او ځنگلي سیمي لري، چې د طالبانو مختلفي یاغي ډلي پکښې پټيږي.

په افغانستان کې د چین فعالیت کیدای شي چې پر دغو پروژو باندي کار گړندی کړي، که څه هم په ځينو پروژو کې، لکه د مس عینک استخراج او کابل ته څيرمه د اورگاډي د یوې پټلۍ غزولو کار د ناامنیو له امله په ټپه دریدلی دی.

سراج وویل کوم مالي لگښت چې د برېښنا د اوبو دغه بند ته پکار دی، هغه به د دواړو هیوادونو په راتلونکو غونډو کې خبرې پرې وشي.

د کابل د دوشنبې ورځې په غونده کې دیپلوماتانو پر هغو لارو چارو باندي هم خبري کړي دي، چې څرنگه کیدای شي طالبان د سولي خبرو اترو ته قانع شي. چین د تیر میلادي کال په پای کې د «سولي او روغي جوړي» د يوې غونډې د جوړیدو وړاندیز وکړ.

پاکستان په یوه خبرپاڼه کې وویل: «درې سره اړخونو ټینگ هوډ وکړ، چې په افغانستان کې د سولي او ثبات له پاره اړین گامونه واخلي.»

چین د افغانستان له ثبات او امن سره ځانگړې لیوالتیا لري، ځکه دغه هیواد غواړي له یوې خوا د افغانستان د طبیعی شتمنیو په رایستلو کې ونډه ولري او له بلي خوا هلته د زور پالونکو اسلامپالو د کمزوره کولو پلوي کوي، ځکه چین نه غواړې چې د زور پالني دغه لمن د هغه ناکراري لویدیځې سیمي «شینجیان» ته اوږده شي. دغه سیمه له پاکستان او افغانستان سره گډه پوله لري.