1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: د افغانستان د غالیو صنعت وده کړې ده

اسماعیل شاکر۱۳۹۳ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د افغانستان د صادراتو پراختیا اداره وایې چې د تېر کال په لومړیو درو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۷۰ زره متر مربع غالۍ تولېد شوې وې خو دا شمېر بیا د روان کال په همدې موده کې ۳۵۰ زره متر مربع ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DDQ5
انځور: AP

د دې ادارې په خبره په افغانستان کې د غالیو د تولېد کچې لوړېدو تر ټولو ستر لامل په ملي او نړېوالو مارکېټونو کې افغاني غالیو ته د تقاضا ډېرېدل دی.

د افغانستان د صادراتو پراختیا ادارې مشره نجلا حبیب یار، وویل چې افغاني غالیو په آلمان، ترکیه، متحده عربي امارت، چین او امریکا کې ښه بازار موندلی دی.

میرمن حبیبیار زیاتوي چې د یادو شویو هېوادونو سربیره استرالیا، چلي او هسپانیا ته هم تېر کال ډېرې افغاني غالۍ صادرې شوې او په دغو دریو هېوادونو کې هم افغاني غالیو خپل مینه وال پیدا کړي دي. دا څرګندونې په داسې کال کې کیږي چې افغاني غالیو دوه میاشتې وړاندې د چین د تبتین غالیو نړېوال نندارتون کې لومړۍ مقام ګټلی دی.

دا نندارتون د تېر اګست میاشتې له شپږمې نېټې تر ۱۱مې نېټې په چین کې په لاره اچول شوی وو چې د افغانستان د غالیو د صنعت ۱۵ شرکتونو په کې ګډون درلود.

د صادراتو د پراختیا ادارې مشره په چین کې د افغاني غالیو لومړی مقام ګټلو دلیل هم په افغانستان کې د غالیو صنعت وده وبلله. هغه وویل: «موږ تېر کال په لومړیو درو میاشتو کې ۲۷۰ زره متر مربع غالۍ تولید کړې چې د سږ کال په لومړی ربع کې مونږ بیا ۳۵۰ زره متر مربع غالی تولید کړي دي.»

چارواکي وایي چې افغان سوداګر د تیبیتن غالیو نړېوال نندارتون پر مهال توانېدلي دي چې د غالیو صادراتو په برخه کې له چینی سوداګرو سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي. د چین د تبتین غالیو نړېوال نندارتون له تېرو څو کلونو راهېسې د بیلابیلو هېوادونو په ګډون په چین کې جوړیږي.

په همدې حال کې د افغاني غالیو تولېدونکو او صادرونکو څه موده وړاندې اندېښنه ښودلې وه چې ۹۷ سلنه افغاني غالۍ د پاکستان په نوم بهر ته صادریږي. دغه راز افغان غالۍ اوبدونکي په افغانستان کې د غالیو مېنځلو، پروسس او قیچي کولو ماشینونو د نه شتون له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب