1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې د ۱۰۰ یاغیانو د وژلو ادعا شوې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ اسفند ۷, پنجشنبه

یوه سیمه ییز افغان چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې له طالبانو سره تر ۱۵ ورځو نښتو وروسته افغان امنیتي ځواکونو ۱۰۰ طالبان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1Ei73
انځور: DW/H. Hashami

د کندز والی سید عمر صافي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «افغان امنیتي ځواکونو د امام صاحب په ولسوالۍ کې یو لړ تصفیوي عملیات په لاره واچول. په دغو عملیاتو کې ۱۰۰ تنه طالبان ووژل شول او ۶۰ تنه نور بیا ټپیان شول.»

هغه زیاته کړې ده چې په نښتو کې ۱۴ تنه افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي او ۶۰ تنه نور بیا ټپیان دي.

صافي ویلي دي: «درې تنه ملکي وگړي هم وژل شوي دي. پر دې سربیره ۶۵۰ کورنۍ د جگړې له سیمې څخه له دې کبله بې ځایه شوې دي چې په ولسوالۍ کې سخته جگړه روانه وه.»

صافي روښانه کړې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو دغه عملیات به په سیمه کې د طالبانو د گواښ تر راکمیدو پورې دوام پیدا کړي.

صافي ويلي دي چې د جگړې پر مهال د اسلامي دولت یو شمیر غړي هم حاضر وو. د کندز د والي په خبره په وروستیو و ختونو کې له پاکستان څخه د اسلامي دولت یا داعش یو شمیر غړي افغانستان ته راغلي دي: «د داعش ترهگرې ډلې له ۵۰ څخه ډیر غړي، له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي او ځانونه یې د بدخشان او تخار له لارو کندز ولایت ته رسولي دي.»

تر دې مخکې ښاغلي صافي له دویچه ویله سره په خبرو کې په کندز کې په رسمې توگه د داعش یا اسلامي دولت د جنگیالیو شتون نه وو تائید کړي او ویلي یې وو چې په دې اړه معلومات یې یوازې له سیمه ییزو اوسیدونکو څخه ترلاسه کړي دي.

په وروستیو وختونو کې یو شمیر نورو افغان چارواکو هم ویلي دي چې د اسلامي دولت غړي یې په سیمه کې فعالیت لري خو تر اوسه پورې افغان حکومت په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه یو رسمي روښانه دریځ نه لري.

صافي ویليٍ دي: «موږ په سیمه کې د داعش د فعالیتونو په اړه په پلټنو بوخت یو او د لا ډیرو معلوماتو په ترلاسه کولو سره به په لازمو اقداماتو لاس پورې کړو.»