1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرگي برید حشمت کرزی وواژه

مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۷, سه‌شنبه

یوه ځانمرگي برید د اختر پر دویمه ورځ په کندهار کې د افغان ولسمشر د اکا زوی حشمت کرزی وواژه. حشمت کرزی د کندهار ولایت یو بانفوذه سیمه ییزو سیاستوال وو.

https://p.dw.com/p/1Ckz2
انځور: STR/AFP/Getty Images

حشمت کرزی هغه وخت ووژل شو چې یوه ځانمرگي برید کوونکD په خپلې پگړۍ کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد له هغه سره د اختر مبارکي پر مهال وچاول. ویل کیږي چې ځانمرگي برید کوونکي خپل ځان له نورو کسانو سره د حشمت کرزي کور ته رسولی وو.

د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال، له دویچه ویله سره په مرکه دغه پیښه تایید کړه او ویې ویل: «د لسو بجو په شاوخوا کې یوه ۲۴ کلن ځوان چې له حشمت کرزي سره یې اختر مبارکي کوله هغه چاودیدونکي مواد چې په خپله پگړۍ کې یې ځای پر ځای کړي وو وچاول. په خواشینۍ سره چې په دې پیښه کې په خپله حشمت کرزی وژل شو او یو تن بل ملکي وگړی بیا ټپي شو.»

پیښه د حشمت کرزي په کور کې رامنځ ته شوې ده. د ولسمشر کرزي د کورنۍ د دغه غړي ډیر شمیر انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي چې په کې هغه له خپل زمري سره ښوول شوی دی. حشمت کرزي په کندهار کې په خپل کور کې یو زمری لاره چې له همدې کبله هم ډیر مشهور وو.

دوا خان مینه پال وویل چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې ځانمرگي برید کوونکي څرنگه په دې توانیدلی چې ځان حشمت کرزي ته ورسوي. هغه زیاته کړه: «دوه ځایه تلاشۍ کیدې. په څیړنو کې به دا خبره معلومه شي چې برید کوونکی څرنگه له تلاشیو څخه تیر شوی دی او ځان یې حشمت کرزي ته رسولی دی. اوس زموو څیړنیزې ډلې پر دې موضوع باندې کار کوي.»

حشمت کرزي په لومړي سر کې په کندهار ولایت کې د قیوم کرزي له پاره د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین په لاره واچوه. هغه بیا وروسته د اشرف غني احمدزي له پاره کمپاینونه وکړل. حشمت همداراز خپل ځان د کندهار ولایتي شورا ته نومولی وو چې د لومړنیو پایلو له مخې په دغو ټاکنو کې بریالی وو.

دا لومړي ځل نه دی چې په کندهار ولایت کې یو چارواکی په پگړۍ کې د ځای پر ځای شوي بم له کبله وژل کیږي. تر دې مخکې د کندهار پخوانی ښاروال او د دې ولایت د علماو د شورا پخوانی مشر هم په ورته بریدونو کې وژل شوي وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل