1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرګي برید په کابل کې اووه کسان ووژل

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

په کابل کې کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي. چاودنه د کابل په مرادخاني سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوې ده چې ځانمرګي برید کوونکي خپل موټر بم والوزوه.

https://p.dw.com/p/1ExTs
انځور: N. Shirzada/AFP/Getty
چاودنه ولسمشریزې ماڼۍ، د افغانستان د دفاع او مالیې وزارتونو ته نزدې رامنځ ته شوې ده. په کابل کې وروستی ځانمرګی برید د فبروري پر ۲۶مه نیټه رامنځ ته شو. هغه برید دوه کسان وژلي وو.
د روغتونو مشر سید کبیر امیري، د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي چې لومړني معلومات ښيي چې برید اووه کسان وژلي او ۲۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د دغه چارواکي په خبره د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د وژل شویو کسانو شمیر تایید کړ خو ویې ویل چې پیښې ۳۶ تنه وژلي دي چې په خبره یې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
صدیقي ویلي دي چې د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي. هغه زیاته کړې ده چې موټر بم د کابل ښار د دویمې ناحیې د پولیسو قوماندانۍ ته نزدې چاودلی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوې بیانیه کې برید غنلي او هغه یې غیرې انساني او غیرې اسلامي ګڼلی دی. په عین حال کې د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمان رحیمي، ویلي دي چې د برید هدف ښايي ملکي وګړي وو.
په سیمه کې د دولت یوه کارکوونکي، د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یوه ډیره پیاوړې چاودنه وه. په سیمه کې د پلورنځایونو او نورو ټولو ودانیو ښیښې ماتې شوې دي. چاودنه د ګنې ګوڼې پر مهال رامنځته شوه.»
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو دغه شان بریدونه ډیر وخت د طالبانو له خوا ترسره کیږي.
دغه برید تر هغه یوازې څو ساعته وروسته وشو چې طالبانو د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د ولسمشر اوباما هغه پریکړه چې غواړي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر ورو کړي به د سولې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړي او دغه ډله به خپلې جګړې ته دوام وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د اوباما هغه اعلان چې غواړې له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو بهیر ورو کړي، د سولې هلو ځلو ته یو ځواب دی. دا د سولې ټول اړخونه له ستونزې سره مخامخوي. دا په دې معنی ده چې جګړه به تر هغه وخته پورې چې دوی ماتې وخوري دوام پیدا کړي.»
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب